1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: افغان ښوونځي او روغتونونه له ګواښ سره مخامخ دي

۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړې له تودیدو سره ښوونځي او روغتیایي مرکزونه له بریدونو سره مخامخیږي چې له کبله یې زده کړې او روغتیایي خدمتونو ته د ماشومانو لاسرسی سخت شوی دی.

https://p.dw.com/p/1IXqe
انځور: DW

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۱۸ مه نېټه) په یوه رپوټ کې ویلي دي چې که څه هم افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو یې په افغانستان کې د زده کړې او روغتیا پر څانګو باندې په میلیاردو ډالر مصرف کړي دي، خو د جګړې له کبله دغه مصرفونه اوس له ګواښ سره مخامخ دي.

که څه تیر کال پر ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو باندې مستقیم بریدونه یو څه رالویدلي دي، خو بیا هم د ملګرو ملتونو څارونکو په ۲۰۱۵ کال کې جګرې پورې تړلې ۲۵۷ پیښې ثبت کړي دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی نیکولسن هیسوم، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «دا د منلو وړ نه دی چې ښوونکي او نرسنا له تاوتریخوالي او یا هم ګواښونو سره مخامخ شي او یا ده چې ښوونځي او روغتونونه د بریدونو له پاره وکارول شي.»

هغه زیاته کړې ده: «ټول اړخونه باید داسې تدابیر ونیسي چې له مخې یې په افغانستان کې ښوونې او روغتیا پورې تړلو خدمتونو ساتنه وشي.»

په ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د امنیتي پیښو له کبله ۶۳ روغتیایي کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده. د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر یې په کندز ولایت کې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې چې د بې سرحده ډاکټرانو پر یوه روغتون باندې ترسوه شو، وژل او یا هم ټپیان شوي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې د روغتیایي خدمتونو ټول ټال ۲۵ کار کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۱۵ کال کې بیا ۶۶ روغتیایي کارکوونکي برمته شوي هم دي. دغه شمیر په ۲۰۱۴ کال کې ۳۱ ته رسیده.

د ښوونکو او زده کړې ستکور د کارکوونکو په منځ کې د مرګژوبلې کچه په ۲۰۱۵ کال کې د تیر کال په پرتله یو څه رالویدلې ده. په دې کال کې ۲۶ تنو ښوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې ۳۷ ښوونکي ټپي او یا هم وژل شوي وو.

خو په ۲۰۱۵ کال کې بیا د ښوونکو د برمته نیونې ۴۹ پیښې رامنځ ته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۴ کال د ۱۴ دغه پیښو شاهد وو.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې د تاوتریخوالي له کبله ۳۶۹ ښوونځي تړل شوي دي چې له کبله یې ۱۳۹۰۰۰ زده کوونکي او ۶۰۰ ښوونکي اغیزمن شوي دي.

په ټولو کې ډیر ښوونځي او روغتیایي مرکزونه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې تړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په دې ولایت کې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱ کلینیکونه او ۶۸ ښوونځي تړل شوي.

پر روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو باندې د ډیری بریدونو پړه پر یاغیانو باندې اچول شوې ده، خو دولتي ځواکونه او د هغوی نړیوال ملاتړې هم د ځینو پیښو تر شا د عاملینو په توګه په ګوته شوي دي.