1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: د باميان د بودا مجسمې او تاریخي ځايونو د ساتنې پرېکړه

۱۳۹۶ فروردین ۵, شنبه

د جمعې په ورځ د م.م. د امنیت شورا په ټوله نړۍ کې د وسلوالو شخړو له تهدید سره مخ د تاریخي ځایونو د خوندیتوب چارې لا غښتلې کړې. د تازه هڅو له مخې د تاریخي ځایونو ناقانونه ورانونکي به د جنګي مجرمینو په توګه محکمه کړای شي.

https://p.dw.com/p/2ZwCE
UN Sicherheitsrat in New York
انځور: Reuters/M. Segar

په وروستیو کلونو کې د افغانستان د بامیان ولایت د بودا له مجسمې نیولې بیا په تیمبوکتو کې د تاریخي عبادت ځایونو پر وړاندې قصدي بریدونه څو برابره لوړ شوي دي.

په غوڅ اکثریت سره تصویب شوې د دغه پریکړه لیک په مټ، امنیت شورا په سیستمایتک ډول سره د تاریخي او فرهنګي ځایونو د دفاع غوښتنه کړې. په دغه پریکړه لیک کې همدا راز په جنګ ځپلو هیوادونو کې د تاریخي ځایونو پر وړاندې د بریدونو او ویجاړولو، غلا او قاچاق د مخنیوي غوښتنه شوې ده.

د تاریخي ځایونو د ساتنې له پاره په دې وروستیو کلونو کې هڅې څه نا څه ګړندی شوي دي. د سې شنبې په ورځ نړیوالې جنايي محکمې د مالي هیواد یو جهادي مشر په تیمبوکتو کې پر یوه مسجد او یو عبادت ځای باندې د برید له امله په نهه کاله بند محکوم شو. یادې محکمې نوموړی د یو جنګي مجرم په توګه محکمه کړ.

په دې پریکړه لیک کې همدا راز له ټولو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د تاریخي ځایونو د خوندیتوب له پاره دې ځانګړې قطعې رامنځته کړي. د دې ترڅنګ له جنګ ځپلو سیمو څخه د تاریخي آثارو د قاچاق د مخنیوي له پاره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه شوې ده.

د یونیسکو مشرې، ایرینا بوکووا چې د ملګرو ملتونو په دې شورا کې یې د یاد پریکړه لیک په ملاتړ خبرې کولې وویل چې له دې ستونزې سره مبارزه ډیرو مالي امکاناتو ته اړتیا لري.

د فرانسې، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو او همدا راز د شخصي تمویل کوونکو په ګډون اوو هیوادونو د دوشنبې په ورځ د ۷۵.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د مالي لګښتونو د برابرولو ژمنې وکړې ترڅو له ترهګرۍ او جګړو سره مخ تاریخي ځایونه خوندي وساتل شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.03.2016):