1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

م.م: د سوریې رژیم ۲۷ ځله کیمیاوې وسلې کارولي

۱۳۹۶ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو پلټونکو موندلې چې د سوريې حکومتي ځواکونو د کورنۍ جګړې په اوږدو کې ۲۷ ځله کیمیاوي وسلې کارولي دي. په دغه تازه رپوټ کې د یاغي ځواکونو د ځپلو په ترڅ کې د ملکیانو د نه ساتنې له امله پر امریکا هم نیوکې شوي دي.

https://p.dw.com/p/2jUt6
Aleppo Syrien Chemiewaffen Videostill 2013 Übung Trainingsvideo
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د پلټني يوې ډلي د چهارشنبې په ورځ بلاخره اعلان وکړ چې په سوريه کي د یاغیانو تر ولکې لاندي خان شیخون ښار کې د اپریل میاشتې د سارین ګاز د برید تر شا د ولسمشر بشار اسد د ځواکونو لاس دی. په دې برید کې شاوخوا۸۰ کسان ووژل شول.

د سوریې جګړې د پلټنې په هکله د ملګرو ملتونو یو کمیسیون په ژنیو کې خپلې موندې په یوه رپوټ کي وړاندي کړي دي. د ملگرو ملتونو پلټونکو په خپل رپوټ کې همدا راز روښانه کړې ده، چې دوی له ۲۰۱۱م کال راهیسې هغه مهال چې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوه، د کیمیاوي وسلو شاوخوا ۳۳ بریدونه ثبت کړي دي. د دې بریدونو ۲۷ یې د اسد رژیم ځواکونو د روان کال د مارچ میاشتي له ۱ او جولای میاشتي تر ۷ نیټې پوري کړي دي. پلټونکو ویلي دي چې د شپږو نورو کیمیاوي بریدونو عاملین تر اوسه پورې نه دې موندل شوي.

د روان کال د اپریل میاشتې په اوږدو کې د سوریې پر خان شیخون ښار باند سارین ګاز یوې پوځي څرخۍ الوتکي اچولی او په دې کار سره دغه برید تر ټولو خونړی او جنګي جرم وګڼل شو.

د ملگرو ملتونو د پلټونو کمېسيون مشر پاولو پينهايرو د چهارشنبې په ورځ په ژنیو کې په دې هکله وویل چې «لاس رسی نه درلودل موږ له دې باور څخه نه را ګرځوي چې حقایق راټول نه کړو او یا د بریدونو پرمهال د شوو ناخوالو مسؤول پیدا نه کړو.»

پینهایرو د سارین ګاز تر برید وروسته د ولسمشر اسد او د روسي چارواکو هغه ادعاوې هم رد کړي چې ګواګې د پوځ په بریدونو کې د یاغیانو د وسلو پر یوې زیرمې یې بریدونه کړي چې پکې سارین ګاز ساتل کيد.

د رپوټ په حواله عیني شاهدانو یاد کمیسیون ته ویلي دي چې دغه راز د وسلو زیرمه موجوده نه وه. په عین حال کې بیا د ملګرو ملتونو پلټونکو ویلي دي چې دغه شان برید اصلاً سارین ګاز له منځه وړي، نه دا چې دغه ګاز په پراخه توګه خوشې شي.

یاد کمیسیون وویل چې دوی په خپل تازه رپوټ کې چې د روان کال د مارچ او جولای میاشتې پلټنې پکې شاملې دي معلومات یې د سټلایټ له لارې د اخیستل شوو ځینو انځورونو، ویډیوګانو، د روغتونونو انځورونه او شاوخوا ۳۰۰ عیني شاهدان پکې شامل دي، ترلاسه کړي دي.

رپوټ همدا راز زیاتوي چې د دوی «کمیسیون ځینې داسې اساسي حقایق ترلاسه کړي چې پر دې دلالت کوي چې د سوریې په خان شیخون ښار کې د اپریل میاشتې پر ۴مه نیټه د سهار پر ۶ بجو او ۴۵ دقیقو ترسره شوی، سارین بم د سوریې ځواکونو غورځولی دی.»

‍تر دې برید سمدلاسه وروسته، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د سوریې پر یوه هوايي ډګر باندې پوځي هوايي بریدونه هم وکړل.

پر امریکا باندې د ملکیانو د نه خوندي کولو له امله د ملګرو ملتونو نیوکې

د ملګرو ملتونو پلټونکو په خپل دې رپوټ کې همدا راز ویلي دي چې دوی په سوریه کې د داعش جهادي ډلې پرضد د امریکا په مشرتوب پوځي عملیاتو په اړه ژوره انديښنه لري.

بل لوري ته بیا د بخښنې د نړیوال سازمان په حواله يوازي د روان کال د جون او جولای میاشتې په ترڅ کې د سوريې د آزادۍ غوښتونکي ځواکونو په عملياتو کي شاوخوا ۱۸۰ ملکي کسان وژل شوي دي. دغه پوځي عملیات یادي ډلي له داعش څخه د رقه ښار د بيرته نيولو په موخه پيل کړي ول.

پینهایرو په دې هکله وویل چې «موږ به د سوریې له رقه ښار څخه د داعش د ایستلو په موخه د نړیوال ائتلاف د هوايي بریدونو په هکله هم خپلو پلټونو ته ادامه ورکړو چې له امله یې ملکیانو ته تلفات اوښتي.»

د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې د سوریې د حلب ولايت پر ال جینه ښار باندې هم د جون میاشتې د هوايي برید یادونه شوې، په کوم کې چې امریکايي ځواکونو یو مسجد ته څیرمه یوه ودانۍ په نخښه کړې او پر تښتیدونکو ملکیانو یې دوه توغندي توغولي ول. په دې برید کې ۳۸ ملیکان ووژل شول.

بل لوري ته بیا امریکايي پوځي پلټونکو ویلي ول چې دغه هوایي برید قانوني وو او دوی د القاعدې ترهګرې ډلې د یاغیانو یوه غونډه په نخښه کړې وه. پینهایرو په دې هکله وویل چې د دوی کمیسیون داسې شواهد نه دي ترلاسه کړي چې وښيي په دې سیمه کې د القاعدې شبکې غونډه وه.

په رپوټ کې پر امریکايي ځواکونو هم له دې امله نیوکه شوي دي چې دوی د ملکي کسانو د خوندیتوب په چارو کې پاته راغلي او وايي چې پر مسجد باندي د برید له کبله د ملکیانو په نخښه کول د نړیوالو بشري قوانینو خلاف یو کار دی.