1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: په ۲۰۱۷م کال ۶۸،۵ ميليون کسان بې ځايه شوي دي

۱۳۹۷ خرداد ۲۹, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو نوی رپوټ ښيي چې د ۲۰۱۷م کال کې په هرو دوو ثانیو کې یو کس بې ځایه شوی دی. د خلکو نوې بې ځایه کیدنه په ځانګړې توګه د میانمار، کانګو دیموکراتیک جمهوریت او سوریې د کړکیچونو پایله وه.

https://p.dw.com/p/2zpKl
Bangladesch Biometrische Registrierung von Rohingya-Flüchtlinge
روهنګيا مهاجر له ميانماره بنګله ديش پر لور د مهاجرت پر مهالانځور: DW/M. Mostqfigur Rahman

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) د سه شنبې په ورځ وويل چې په حاضر وخت کې د نړۍ په کچه ۶۸،۵ ميليونه انسانان خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي. د بې ځايه کيدو اصلي لاملونه جګړه، تاوتريخوالی او تعقيب ښوول شوي دي.

په جنوبي سودان، سوريې او کانګو کې شته بحرانونه او همدا ډول له ميانماره د زيات شمير مسلمان روهنګيا لږکیو کډه کيدل هغه موارد دي چې د بې ځایه شويو شمير يې د يو کال مخکې په پرتله لوړ کړی دی. په ۲۰۱۶م کال کې د بې ځايه شويو شمير ۶۵،۶ ميليونه وو.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې عالي کمشنر فیليپو ګراندي ويلي دي چې د تازه بې ځايه شویو ۷۰ سلنه برخه يوازې د لسو هيوادونو خلک جوړوي.

ګراندي ويلي دي: «که چيرته په دغو لسو هيوادونو او يا هم لږ تر لږه د هغو په څو هيوادونو کې کړکیچونو ته د حل لارې موندل شوې وای، کيدای شو چې د بې ځايه شويو ارقام په هر کال کې د لوړيدو پرځای ښکته راغلي وای.»

د نړۍ په کچه د بې ځايه شويو کسانو ۴۰ ميليونه کورني بې ځایه شوي دي. کولمبيا، سوريه او د کانګو دموکراتيک جمهوريت هغه هيوادونه دي چې د نورو هیوادونو په پرتله زیات کورني بې ځایه شوي کسان لري.

د ملګرو ملتونو نوی رپوټ ښيي چې ۱۶،۲ ميليونه انسانان تازه د تيرکال په منځ کې بې ځايه شوي دي. په دوی کې هغه کسان هم راځي چې په لومړي ځل خپلو کورونو پريښودو ته اړ ايستل شوي دی.

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د رپوټ پر اساس، په هرو دوو ثانيو کې يو کس او يا په يوه ورځ کې شاوخوا ۴۴۴۰۰ کسان په جبري توګه خپلو ټاټوبو پریښودو ته اړ ایستل شوي. په رپوټ کې دا هم ويل شوي دي چې ډیری بې ځايه شوي مختللو هيوادونو ته پناه وړې ده، چې يو مهم لامل يې سخته بې وزلي ده.

په دغو بيځايه شویو کې ډيری يې د افغانستان په ګډون، د سوريې، جنوبي سودان، ميانمار، سوماليا، سودان او کانګو هيوادونه څخه دي. په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې په هغو اروپایي هیوادونو کې چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې  مهاجر ورغلي وو، د هغوی نفوس لا پسې ډیر شوی دی. ځکه چې دغو هیوادونو کې د مهاجرو د پناه غوښتنې ته رسیدګي، څه وخت ته اړتیا لري. په دې ترتیب په آلمان کې د مهاجرت د څپې په ترڅ کې د مهاجرو شمیر د پخوا په پرتله ۴۵ سلنې ته لوړ شو. په عين حال کې په ۲۰۱۷م کال کې خپلو هيوادونو ته د بيرته ستنو شويو کسانو شمير هم لوړ شوی دی. 

رپوټ په ۲۰۱۶م کال کې د دغو کسانو شمير ۵۵۲۰۰۰ ښودلی په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر بیا ۶۶۷۰۰۰ وه.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: