1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: ۳،۳ میلیونه افغانان به بشري مرستو ته اړتیا ولري

۱۳۹۶ آذر ۱۴, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې به ۳،۳ میلیونه افغانان ژوند ژغورونکو بشري مرستو ته اړتیا ولري. دغه سازمان له خپلو غړو هیوادونو څخه د مرستو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/2olNU
Afghanistan Kabul Binnenflüchtlinge aus Kundus
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر ویاند فلیپ کروپف، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي، دا چې له ۲،۸ میلیونه اړمنو کسانو سره مرسته وشي، ملګري ملتونه غواړي په راتلونکي کال کې له غړو هیوادونو شا او خوا ۴۳۰ میلیونه ډالره مرسته وغواړي.

د دغه دفتر۴۰ مخیز رپوټ هرکال د بشري وضعیت په هکله د راټولیدونکو مهمو ارقامو پر بنسټ جوړیږي. د رپوټ لیکوالانو د بیلګې په توګه د ماشومانو پر وضعیت باندي رڼا اچولې ده.

د دغه رپوټ له مخې تر پنځه کلنۍ کښته ماشومانو۴۰ سلنه د ودې له ستونزو سره مخامخ دي. ۳،۵ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي. د ماشومان د مړینې کچه لوړه ده، چې په اوسط ډول د هرو۱۰۰۰ زیږدونکو ماشومانو۷۰ مري.

ملګرو ملتونو په خپل دغه رپوټ کې خبرداری ورکړی دی چې د ټولو افغانانو چې په دغه رپوټ کې یې شمیر ۳۴،۵ میلیونه اټکل شوی دی ۳۹ سلنه یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او کابو دوه میلیونه خلک د خوړو له پاره کافي څه نه لري.

همداشان په رپوټ کې راغلي دي تر ټولو زیات په هیواد کې دننه له جګړو څخه د بې ځایه شوو کسانو تر منځ د اړمنو کسانو شمیر زیات دی. یوازې په روان میلادي کال کې تر اوسه شا او خوا ۳۶۰ زره انسانان د جګړو له کبله له خپلو کلیو او ښارونو بې ځایه شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې اوسمهال شا او خوا ۹۰۰ زره انسانان په نامناسبو شرایطو کې په کمپونو کې ژوند کوي.

پر دې سربیره له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه د۵۶۰ زرو افغانان بیرته راستنیدو هم پر دغه بهير اغیز لرلی دی.

s.r/n.z (dpa)

زموږ له آرشیف څخه: