1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت: له یونان نه د وتلو ناقانونه هڅې، خو څنګه؟

۱۳۹۶ آذر ۱۸, شنبه

د روان کال په ترڅ کې له یونان څخه د اروپايي ټولنې نورو هیوداونو ته د تګ له پاره د مهاجرینو له لوري د جعلي اسنادو په استفاده کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په دې هکله په اروپايي کچه ګڼ شمیر اندیښنې را برسیره شوي دي.

https://p.dw.com/p/2p4Fa
USA Symbolbild Einreiseverbot
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. F. Yuan

د آلمان خبري آژانس (DPA) د بلډ په نام د یوې آلمانۍ ورځپاڼې په حواله رپوټ ورکړی چې د روان ۲۰۱۷م کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۴۲۹ داسې مهاجرین نیول شوي چې غوښتل یې د سفر په جعلي اسنادو او د الوتکې له لارې د اروپايي ټولنې نورو هیوادونو ته سفر وکړي.

د آلمان یوې سترې او په پراخه کچه خپریدونکې ورځپاڼې «بلډ» د اروپايي ټولنې د قانون د نافذ کولو د ادارې یا یورو پول او د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د ساتنې ادارې یا فرنټیکس د معلوماتو په حواله رپوټ ورکړی چې د روان کال د دوهم دریو میاشتو په ترڅ کې ۷۲۹ داسې مهاجرین نیول شوي چې جعلي اسناد یې په لاس لرل. په رپوټ کې همدا راز راغلي چې د شمیر دغه زیاتوالی د سږ کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ناقانونه اسنادو پر مټ

د فرنټکس او یورو پولو لخوا د دې ګډ خپور شوي رپوټ په حواله د تیرو وختونو د دریو میاشتو د شمیرو په پرتله له یونان څخه د اروپايي ټولنې نورو هیوادونو ته د دې راز کسانو په شمیر کې چې غواړي د ناقانونه اسنادو پرمټ د سفر هڅه وکړي، دا ډیر ستر توپیر او زیاتوالی دی.

په رپوټ کې همداز ویل شوي چې د جعلي پاسپورټونو په مرسته د سفر کوونکو کسانو په ډله کې د سوریې، افغانستان، پاکستان، ایران، ترکیې او البانیا سربیره د اریټیریا هیوادونو مهاجرین شامل دي. رپوټ زیاتوي چې له دې کسانو څخه زیاتره د یونان، ایټالیا او فرانسې جعلي پاسپورټونه ترلاسه شوي دي.

په دې رپوټ کې د خپرو شویو پایلو په حواله دغه کسان چې له یونان څخه د جعلي پاسپورټونو په مټ غواړي سفر وکړي تر ډیره پورې د سفر هدف یې آلمان، ایټالیا، سویزرلنډ او بلجیم دي. په دې رپوټ کې د اروپايي ټولنې ګڼ شمیر کړیو او سازمانونو خپلې اندیښنې هم څرګندې کړي دي.

د اروپايي ټولنې هڅه دا ده چې د مهاجرت اوسنی کړکیچ تر ولکې لاندې راوستلو هڅې وشي. د دې هدف د ترلاسه کولو له پاره د اروپايي ټولنې په پولو کې څار سخت شوی دی. د دې ټولو سربیره، دا هم مهمه ده چې اروپايي هیوادونو ته د هغو مهاجرینو هدف چې د سمندرونو او کښتیو لا لارې د سفر هڅې کوي، د دوی لومړی هدف یونان او ایټالیا دي چې بیا وروسته دغه مهاجرین بیا نورو هیوادونو ته مخه کوي.