1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي: پاکستان بايد نړۍ ته د بلوچستان په تړاو جواب ورکړي

د آلمان خبري آژانس/ و.ا۱۳۹۵ مرداد ۲۵, دوشنبه

نرندرا مودي د هندوستان د آزادۍ د ورځي په وينا کي پر پاکستان سختي نيوکي وکړې. نوموړي وويل چي پاکستان بايد د بلوچستان، ګلګت او بلستان په تړاو نړيوالو ته حساب ورکړي.

https://p.dw.com/p/1JiS2
Indien Unabhängigkeitstag in Neu-Delhi
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/H. Tyagi

په داسي حال کي چي پاکستان د يکشنبې په ورځ د اګست په ۱۴مه نېټه له انګرېزانو څخه د خپلي آزادۍ جشن لمانځي، هند د اګست په ۱۵مه نېټه د خپلي آزادۍ جشن ولمانځه. د ۱۹۴۷ م کال په اګست کي دواړه هيوادونه پاکستان او هندوستان د مخکني بريتانوي هند د ماتېدو وروسته رامنځ ته سوي ول.

د هند د آزادۍ د جشن په مراسمو کي د دغه هيواد لومړي وزير نرندرا مودي، پر پاکستان سختي نيوکي وکړې. دا د هغه وروسته چي د پاکستان ولسمشر ممنون حسين، يوه ورځ مخکي پر هند د کشمير د لانجې په تړاو نيوکي کړي وې.

د اټومي وسلو لرونکو دغو دواړو هيوادونو تر منځ اکثره وخت يو پر بل تورونه لګول کيږي. په دې ترڅ کي د وسله والو او توندلارو د ملاتړ تورونه هم شامله وي.

۵۰ کشميريان وژل سوي

په داسي حال کي چي د پاکستان بلوچستان ايالت د څو کالونو راهيسي ناآرام دی، د هند تر کنټرول لاندي په کشمير کي د روان کال د جولای مياشتي راهيسي لږ تر لږه ۵۰ انسانان وژل سوي دي.

مودي د آزادۍ د جشن په وينا کي د دوشنبې په ورځ وويل: «زه غواړم چي د بلوچستان، ګلګت، بلتستان او د پاکستان تر قبضې لاندي د کشمير د خلکو په تړاو خبري وکړم.»

مودي په نوي ډهلي کي جوړو سویو مراسمو ته د وينا کولو پر وخت زياته کړه: «نړۍ ويني چي د بلوچستان، ګلګت او د پاکستان له خوا اشغال سوي کشمير خلکو په تيرو ورځو کي زما څخه مننه کړې ده. دا د هند له پاره د فخر خبره ده چي دغو خلکو هند ته سترګي اړولي او ورڅخه یې مرسته غوښتې ده.»

درې جګړې

پاکستان او هند د ۱۹۴۷م کال راهيسي يې درې واري يو د بل سره جګړه کړې ده، چي د مهمو لاملونو څخه يو يې د کشمير سيمه وه.

د دې څخه تر مخه مودي د جمعې په ورځ ويلي ول: «وخت رارسېدلی دی چي پاکستان نړۍ ته جواب ورکړي، د هغو انساني تلفاتو په هکله چي په بلوچستان او د پاکستان په مقبوضه کشمير کي اوسېدونکو خلکو ته يې رسولي دي.»

د شنبې په ورځ د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ملت ته وينا پر وخت ويلي ول چي پاکستان به «د کشمير د خلکو سره د خپلې ارادې د پلي کولو حق ته په رسېدو کي خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.»