1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: «په ښه سياست به بيا د رای ورکونکو زړونه وګټم»

۱۳۹۶ مهر ۴, سه‌شنبه

د ميرکل ګوند که څه هم په ټاکنو کې بريالی شوی، خو ډيري رای يې له لاسه ورکړي. کارپوهانو وايي چې هغه د مهاجرو د سياست له کبله جزايي شوې. خو میرکل به اوس څه کوي؟

https://p.dw.com/p/2khot
Deutschland Bundestagswahl Merkel PK
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

تر ټاکنو وروسته ژورناليستانو په ډيرې بې صبرۍ سره د ميرکل د راڅرګنديدو انتظار کاو. دې که څه چې د آلمان پارلماني ټاکنې ګټلي خو د ډیرو رایو په بایللو سره بايلونکي هم ده. که څه هم چې د دې مسيحي ديموکرات وند يو وار بيا تر ټولو قوي ګوند ګرځيدلی خو خپل ډير پلويان یې له لاسه ورکړي.

ميرکل چې کله راڅرګنده شوه نو ډيره پر ځان حاکمه وه. له ګوند څخه یې د ډيرو رای ورکونکو د مخ اړونې او د آلمان له پاره بديل ګوند ای ايف ډي پر بریا یې يو «ساده ارزونه» وړاندې کړه.

«زموږ اتحاد اوس له دولسو کالو راهيسې د حکومت مسئوليت لري دا ډير زيات وخت دی، دا د کاڼي کرښه نه ده چې سړی دې تر دولسو کالو وروسته هم دا چانس ولري چې يو ځل بيا حکومت جوړ کړي.»

يوه بهرني ژورناليست له ميرکل څخه وپوښتل: «آیا تاسې ځان په خپله ګرم بولئ؟». ميرکل وويل: «د ټاکنو نتايجو د مختلفو نظرياتو استازيتوب کوي چې دا په ما پورې هم ارتباط نیسي دا واضح خبره ده.»

خو ميرکل سره له دې هر څه د مهاجرو د سياست  بنسټيزې پريکړې چې ډيري نظر ارزونکي یې د رای ورکونکو د احتجاج اصلي لامل بولي، سمې ګڼي. تر ټاکنو وورسته هم.

دا وايي چې په پام کې لري د خپل سياست له لارې به ښي اړخه عوامپال ګوند ته رای ورکونکي بيرته راخپلوي. که څه هم چې د حکومت جوړول به مشکل کار وي خو د نوموړې په حواله د نويو ټاکنو په اړه اټکلونه د رای ورکونکو انتخاب ته نه پاملرنه ده.

ميرکل په خپله وينا کې ټينګار وکړ: «دا ډيره مهمه ده چې آلمان اوس يو باثباته او ښه حکومت ولري.»

خو د دې ډول جملو ويل آسانه کار دی. د مسيحي اتحاد، ليبرال او زرغون ګوند ائتلاف به د ټولو شريکو اړخونو له پاره ډیر ستونزمن وي. ځکه دا چې مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه په خپلو هم پر ډيرو  ټکو سره اختلاف لري. په ټاکنو کې د مسيحي سوسيال ګوند په رايو کې تر کمښت وروسته اوس په مسيحي ديموکرات ګوند کې هغو هم خپل غږونه پورته کړي چې غواړي دا ګوند بیرته په يوه ښي اړخه ـ محافظه پال ګوند بدل کړي.

Deutschland Bundestagswahl CDU Merkel PK
انځور: Getty Images/M. Hitij

ښې اړخ د حقيقت پسندو په مقابل کې

د مسيحي ديموکرات ګوند پر دغه څانګې ميرکل ډير فشار راووړ او ډير څه يې ترې وغوښتل. د حدې اقل معاش رامنځته کول، د يونان له پاره د مرستې بسته او د مهاجرو پر وړاندې د سرحدونو پرانيستل. خو د کلاوس پيتر ويلش صبر نور تمام شوې دی. د مسيحي ديموکرات ګوند د پارلمان دغه غړي چې پر ميرکل يې تل سختې نيوکې کوي له « Deutschlandfunk » راډیو سره په مرکه کې وويل چې د ګوند له خوا د رایو د بايلو علت د ميرکل د مهاجرو سياست دی.» دا خبره د نوموړي له پاره دا معنی لري چې: «موږ بايد ښی اړخ بيرته قوي کړو.»

نو آیا دا په دې معنا ده چې ميرکل به د اې ايف ډي ګوند د پرمختګ د مخنيوي په موخه خپل ګوند يو وار بيا ښي اړخ ته وړي؟ 

ميرکل په خپلو خبرو کې دې موضوع ته په اشارې سره وويل: «زه به دا خبره په دې ډول وکړم دا چې موږ به دغه ستونزه په هغه ځای کې حل کوو، په کوم ځای کې چې سر راپورته کوي.» دې زياته کړه چې په نړيواله کچه هم موږ له خپلې حقيقت پسندۍ له کبله ستايل شوي يو او په ځينو ځايونو کې حتې راته ډير درناوې شوی.

د اې ايف ډي د لاس آله؟

تر ټاکنو يوه ورځ وروسته د آلمان اې ايف ډي يا د آلمان له پاره بديل ګوند مخکښې کانديدې اليس وايدل اعلان وکړ چې ګوند یې غواړي د يوه پارلماني څيړونکي کميسيون د رامنځته کولو غوښتنه وکړي. ځکه دوی غواړي پر ميرکل د يورو د ژغورلو د تګلارې او د مهاجرو د سياست له کبله دعوا وکړي.

دغه ګوند په يوازې سر نه شي کولای د ميرکل پر ضد په کوم کميسيون کې بریالی شي خو دوی په پام کې لري وښيي چې هغه صدراعظمه چې په نړۍ کې ستايل کيږي په خپل هيواد کې کوم حالت ته رسيدلې ده.

خو ميرکل تر ټاکنو يوه ورځ وروسته د دې ټولو خبرو بې اغیزې بريښې ده. دې تل مخ ته کتلي. نوموړې نن، سه شنبه غواړي چې خپل ګوندي ملګری او د باور وړ سياستوال فولکر کاودر په پارلمان کې د ګوندي جناح د مشر په توګه معرفي کړي.