1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکې ته تلونکو افغان زايرينو ته پوره ترتيبات نيول سوي

۱۳۸۹ شهریور ۱۷, چهارشنبه

د حج او اوقافو وزارت وايي سږ کال يي مکې مکرمې ته تلونکو افغان زايرينو ته پوره ترتيبات نويلي او د تيرو کلونو ستونزي به نه تکراريږي.

https://p.dw.com/p/P6hb
د مهال ويش له مخه به سږ کال ۳۵۰۰۰ کسان له افغانستان څخه د حج په مراسموکي برخه اخلي.
د مهال ويش له مخه به سږ کال ۳۵۰۰۰ کسان له افغانستان څخه د حج په مراسموکي برخه اخلي.انځور: AP

د حج مراسمو ته په وخت نه رسيدل، د الوتکو ځنډنۍ الوتني، د حاجيانو د استوګني لپاره نا سم ځايونه، د لارښونکو نه شتون او د روغتيا پالو کمی، هغه ستونزي وي چي هر کال به د حج افغان زايرين ورسره لاس او ګريوان ول.

خو دا ځل، د حج او اوقافو وزير يوسف نيازی ډاډ ورکوي چي، د تيرو کلونو د ستونزو د تکرار مخه يي تر ډيره بريده د نويو کړن لارو په رامنځ ته کولو سره نيولې

ده.

«سږ کال د حج د مراسمو د اسانولو او حاجيانو ته د سهولتونو د رامنځ ته کولو لپاره، زموږ وزارت يو لړ لوايح، او کړن لاري بدلي او ځيني يې نوي جوړي کړي چي له مخه به يي د حج په پروسه کي د جعل، بډو او رشتوخوريو مخه نيول کيږي او حج ته تلونکو زايرينو ته به کافي اسانتياوي برابريږي».

اوس په سعودي عربستان کي افغان حاجيانو ته له حرم شريف څخه په يو کيلومتر لرۍ واټن کي ميشت ځايونه په کرايه نيول سوي دي.

وزارت وايي چي دغه ودانۍ د مراسمو د ادا کولو ځاي ته ډيري نږدې دي.

د مهال ويش له مخه به سږ کال ۳۵۰۰۰ کسان له افغانستان څخه د حج په مراسموکي برخه اخلي.

له دغو کسانو څخه به ځيني د خصوصي سکتور او ځيني به يي د افغان حکومت له لوري سعودي عربستان ته ليږدول کيږي.

له هر حاجي څخه په ټوليزه توګه دا ځل ۲۸۲۵ امريکايي ډالره اخيستل کيږي چي له يو سل او ديرش زره افغانيو سره برابريږي.

د حج د مراسمو پر مهال په تيرو څو کلونو کي د مالي شوکو په اړه بيلا بيل رپوټونه ورکړل سوي ول.

تير کال د حج او اوقافو پخواني وزير محمد صديق چکري هم د حج په مراسمو کي د لوي څارنوالۍ له لوري په اختلاس تورن سو.

پر چکري تورو چي په سلهاوو زره ډالر يې د حاجيانو د استوګن ځايونو د کرايي له درکه اختلاس کړي او وروسته يې بيا له ملک څخه پښي سپکي کړي وې.

ټاکل سوې چي ډيری افغان زايرين به سږ کال د افغانستان د آريانا هوايي شرکت د الوتکو په مټ له هيواد څخه سعودي عربستان ته واستول سي.

د کابل، مزارشريف، هرات او کندهار هوايي ډګرونه دغو الوتنو ته په پام کي نيول سوي دي.

د نورو پاته ولايتونو حج ته تلونکي مسافر اړ دي چي د کابل، کندهار، مزار شريف او هرات ولايتونو له لاري خپلي الوتني تنظيم کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل