1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اروپا راتلونکی زموږ په خپل لاس کې ده»

۱۳۹۵ دی ۲۷, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې د امریکا د منتخب ولسمشر تر انتقادي څرګندونو وروسته، په اروپایې اتحادیه کې دننه پر شدیدې همکارۍ ټینګار وکړ. ترامپ ویلي چې د میرکل د مهاجرت سیاست د دې سبب ګرځي چې ډیر هیوادونه له اروپایې اتحادیې څخه ووزي.

https://p.dw.com/p/2VsCc
Deutschland | BK Merkel empfängt den Premierminister von Neuseeland Bill English
انځور: Reuters/F. Bensch

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د دوشنبې په ورځ په برلین کې د نیوزیلنډ هیواد له لومړي وزیر سره د لیدنې کتنې پر مهال د امریکا د منتخب ولسمشر دونالد ترامپ د څرګندونو په اړه وویل: «زه فکر کوم چې موږ اروپایان خپله راتلونکې په خپل لاس کې لرو.»

ترامپ چې د جمعې په ورځ به په رسمي ډول سپینې ماڼۍ ته ورننوزي، له دوو ورځپاڼو (آلماني او بریتانوي) سره په مرکه کې د مهاجرو په اړه د میرکل پر سیاست سختې نیوکې کړي دي.

ترامپ ویلي دي چې اروپا ته د مهاجرو د هجوم راتګ هغه وروستی کار وو چې بریتانویان یې له اروپایې اتحادیې څخه وتلو ته اړ کړل. د هغه په خبره که چیرې دا سیاست ادامه پیدا کړي نو نور هیوادونه به هم له اروپایې اتحادیې څخه ووزي.

میرکل ویلي دي: «زه بیا هم په دې برخه کې کوښښ کوم چې د اروپایې اتحایې ۲۷ غړي هیوادونه ډیر سخت او راتلونکي ته په کتلو سره په ګډه یو بل سره کار وکړي.»

د آلمان صدراعظمې له «اقتصادي ځواک»، «پریکړه کوونکي جوړښتونو»، «او د یویشتمې پیړۍ ننګونو ته د ځواب»، «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه» د اروپایې اتحادیې د بهرنیو سرحدونو د امنیت تامینول، داخلي امنیت او د کار له بازار څخه په دغه اتحادیه کې د همکاریو د بیلګو په توګه یادونه وکړه.

میرکل له ترامپ سره د مناسباتو په اړه په احتیاط سره وویل: «زه دریځ د اتلانیتک د دواړو خواو په اړه څرګند دی.» د هغې په وینا ترامپ هم خپل دریځ بیان کړی دی. میرکل زیاته کړه: «ښکاره خبره ده وروسته تر دې چې هغه (ترامپ) خپل جمهوري ریاست پیل کړي، موږ د امریکا له حکومت سره همکاري کوو چې کومو موافقو ته رسیدلی شو.»

انځوریز رپوټ د دویچه ویله له آرشیف څخه