1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د مهاجرو ستونزه «ډیر وخت له پامه وتلې وه»

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د جرمني صدراعظمي یو کال وروسته د مهاجرو په سیاست کي اشتباه ومنله، خو دغه اشتباه یې د پخوانیو زمانو څخه پاته وبلله. د هغې په خبره، د مهاجرو په راتگ سره به په آلماني ټولنه کي ډېر بدلون رامنځ ته نه سي.

https://p.dw.com/p/1Jt3t
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د صدراعظمي انګلا ميرکل پرهغي مشهوري خبري سربیره، چي «موږ یې ترعهدې وتلای سو» او تل یې تکرار کړې ده، کولای سي پر ځان باندي انتقاد هم وکړي. میرکل المانۍ ورځپاڼي «زویډ دویچه څایټونگ» ته ویلي دي: «موږ جرمنيانو هم د ډیر وخت له پاره د مهاجرو مشکل له نظره غورځولی وو او په ټوله اروپا کي مو د یوه حل کوښښ کړی نه وو.»

ددې په خبره په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ م کلونو کي هم ډیر مهاجر اروپا ته راغلل او «موږ د اروپا په دباندنیو سرحدونوکي هسپانویان او نور یوازي پریښول، چي دغه ستونزه پخپله حل کړي.»

میرکل زياته کړه: «بلې، موږ هم هغه وخت د مهاجرو د متناسب تقسیم پرضد مقاومت وکړ.» د جرمني حکومت د پخوانۍ یگوسلاویا څخه د ډیرو پناه غوښتونکو ترمنلو وروسته خوشاله وو، چي خاصتأ نورو هیوادونو دغه مشکل حل کړ. «پردې خبره باندي زه نه سم پښیمانه کیدلای.»

میرکل وویل چي نن ورځ باید په اروپا کي دیوه عادلانه حل توان ولرو. د مسيحي ديموکراتانو دغي سیاستوالي ټینگار وکړ چي برلین هم هغه وخت په اروپايي ټولنه کي ډیره موده د لازمو اصلاحاتو د نیولو پر ضد مقاومت وکړ. دا خبره د شینگن د ساحې د دباندنیو سرحدونو د ساتلو په موضوع کي هم صدق کوي. جرمني تل دداسي ماډلونو طرفداره نه وو، لکه د «اروپا د دبانیو سرحدونو د ساتلو ادارې-فرونټکس، چي احتمالأ د غړو هیوادونو مصؤنیت او حاکمیت محدودوي.» ددې په عوض جرمني پردې باندي قناعت کړی ووچي «موږ په خپلو هوايي ډگرونو کي مراقبت کوو.»

د جرمني صدراعظمي انګلا ميرکل د خپلي مرکې پر مهال هڅه وکړه چي د مهاجرو د تازه څپو له عواقبو څخه د جرمنيانو بیره راکمه کړي. هغې ډاډ ورکړ چي «جرمني به د سونو زرو نوو مهاجرو په راتگ سره بیا هم جرمني پاته سي. البته له ټولو هغو شیانو سره چي پر موږ باندي گران دي او ورته وفاداره یو.» خو په ټولنه کي بدلونونه یوه عادي خبره ده او کومه بده خبره هم نده.

میرکل په ټولنه کي حاکمو ارزښتونو او قواعدو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «زموږ لیبرالیزم او بې تعصبي، زموږ دیموکراسي، زموږ پر قانون ولاړ دولت او سوسیال ازاد اقتصاد ته زموږ تعهد»به په هغه کي تل انعکاس پیداکوي.

اروپا ته مهاجرت