1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میک ماستر: جرمني دي د ایران سره اقتصادي اړیکي کمي کړي

۱۳۹۶ بهمن ۲۹, یکشنبه

د امريکا دملي امنیت مشاورد مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کي د«ایران، سوریې او شمالي کوریا حکومتونه د نړۍ د شریرو» هیوادونو په نوم یاد کړل او له جرمني څخه یې وغوښتل، چي د ایران سره خپل اقتصادي مناسبات ډیر راکم کړي.

https://p.dw.com/p/2st7d
Us-Präsident Trump ernennt Generalleutnant H.R. McMaster zum Nationalen Sicherheitsberater
انځور: Reuters/K. Lamarque

د امريکا متحده ايالاتو دملي امنیت مشاور هربرت ریموند میک ماستر پرون شنبې ورځ (د فبرورۍ ۲۸ نيټه) د مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کي د اټومي او کیمیاوي وسلو د تولید په اړه وویل، چي شمالي کوریا او سوریه یوازني هیوادونه  نه دي، چي هغه تولیدوي، بلکي:«موږ پوهیږو، چي سوریه او شمالي کوریا د نړۍ یوازني شریر هیوادونه  ندي، چي خطرناکه وسلې تولیدوي او استعمالوي یې.» هغه زیاته کړه، « ایران هم باید ترڅارني لاندي ونیسو، چي په نیابتي جنگونو کي د نیمه ملشو ملاتړ کوي.» میک ماستر پر ایران باندي تور ولگاوه، چي په سیمه کي تاوتریخوالي ته لمن وهي. د ایتلافي ځواکونو په مقابل کي د لبنان د حزب الله، په سوریه کي د بشارالاسد له رژیم او یمن کي د حوثي شیعه ملیشو څخه ملاتړ کوي.

د امریکا د ملي امنیت مشاور دغو په اصطلاح شریرو هیوادونو ته د وژونکو وسلو په ارتباط اخطار ورکړ او له نړیوالي ټولني څخه یې وغوښتل ،چه ددغو وسلو د پراختیا مخنیوی وکړي. هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ، او د جرمني څخه یې وغوښتل، چي د ایران سره اقتصادي روابط ډیر راکم کړي. میک ماستر وویل :«هرڅوک چي په ایران کي پانگه اچونه کوي ، په حقیقت کي یې په سپاه پاسدانو کي پانگه اچولې ده.»

زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم:(05.01.2018)