1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناسا تر شمسي نظام لیري اتمه سیاره کشف کړې ده

۱۳۹۶ آذر ۲۴, جمعه

د امریکا فضايي ادارې (ناسا) څیړونکو او د ټکنالوژۍ یوه شرکت د ستور په هکله د کیپلر تیلیسکوپ را ټول شوي معلومات کمپیوټر ته ورکړي دي. په دې معلوماتو کې د شمسي نظام یوه بله او اتمه سیاره کشف شوې ده.

https://p.dw.com/p/2pR7d
Kepler 90: Nasa entdeckt acht Planeten in fremdem Sonnensystem
انځور: picture alliance/dpa/AP Photo/NASA/W. Stenzel

د امریکا فضايي ادارې (ناسا) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ستورو په هکله د کیپلر تيليسکوپ پر راټول شوو معلوماتو باندې د مصنوعي ځیرک په عملي کولو سره دوی د شمسي نظام په یوه لیري فاصله کې یوه نوې سیاره کشف کړې ده. په دې سره نو د اوسني نظام د سیارو شمیر اتو ته رسیږي. په دې ترتیب سره دغه نوې کشف شوې سیاره زموږ له شمسي نظام څخه بهر تر ټولو ستر نظام ګڼل کیږي.

ناسا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې هکله ویلي: «اوس زموږ شمسي نظام د یوه ستوري پر شاوخوا د ډیرو سیارو د څرخیدو له امله له نورو نظامونو سره ورته والی لري.» پخوا د ځمکې شمسي نظام تر ټولو ډیري پیژندل شوي سیارې لرلې.

نوي کشف شوي سیارې ته کیپلر-۹۰ آی «Kepler-90i» نوم ورکړل شوی دی چې د کپلر۹۰ نومي سیارې شاوخوا څري. کپلر۹۰ له ځمکې څخه نږدې ۲۵۴۵ نوري کاله واټن لري. یو نوري کال د نژدې ۹،۵ تریلیون کیلومتره فاصله ده.

دغه نوې کشف شوې سیاره لمر ته زموږ د ځمکې د فاصلې په نسبت کیپلر۹۰ ته ډیره نږدې او په هرو ۱۴،۴ ورځو کې یوځل د کیپلر۹۰ پر مدار راڅرخي.

په ټکزاس پوهنتون کې د ستورو پیژندونکی او څیړونکی اندرو واندربورګ چې پر دې کشف باندي یې کار کړی وايي چې: «د کیپلر۹۰ د ستورو نظام زموږ د شمسي نظام کوچنۍ بڼې ته ورته والی لري.» هغه زیاتوي چې په دې نظام کې تاسې به کوچنۍ سیارې په دننه او ستري سیارې بیا دباندي ووینئ، خو په دې کې هرڅه بیا ډیر سره نږدې دي.

ناسا وړاندوینه کړې چې د دې سیار د سطحې د تودوخې درجه به شاوخوا ۴۲۶ سانتي ګريده وي او وايي چې په دې سره د اوسیدو وړ نه ده.

له ناسا سره د ګوګل ګډ کار

کیپلر۹۰ د کيپلر فضايي تيليسکوپ په مرسته راټولو شويو معلوماتو کي د يوه کمپیوټر په مرسته کشف شوې ده. دغه کمپوتر د دغه پروگرام له پيل (۲۰۰۹م کال) راهيسي تر۱۵۰ زره زيات ستوري سکن کړي دي.

واندربورګ او د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا د څانګې انجنیر کریستوفر شالوی په ګډه یو کمپیوټر ته د سیارو ۳۵ زره زیګنالونه سپارلي ول چې وروسته بيا کمپیوتر تر ارزونې او څیړنې وروسته داسې یو زیګنال موندلی چې مخکې ورته پام نه وو شوی. د دغه زیګنال موندل د نوې سیارې د موندلو سبب ګرځیدلی دی.

ويل شوي دي چي ګوګل پلان لري د څیړنو له پاره اړین کمپیوټري کوډ له خلکو سره شریک کړي، ترڅو هرڅوک وکولی شي د خپل کور په کمپیوټر کې د کیپلر له معلوماتو د خپلو څیړنو له پاره ګټه واخلي.

AFP,AP(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: