1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: طالبان د وسلو او پيسو له کمښت سره مخ دي

۱۳۸۹ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

د ناټو ځواکونو سمندري جنرال اميرالبحر آدم سميت وايي چي، په روان کال کي به زورپالي د جگړې د نوي فصل سره مخامخ سي، او په ورته وخت کي هغوی د وسلو او پيسو د کمښت سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/QxC3
وسله وال طالبان د کندهار ولايت د ميوند په سيمه کي
وسله وال طالبان د کندهار ولايت د ميوند په سيمه کيانځور: picture-alliance/dpa

اميرالبحر آدم سميت وايي چي، که څه هم په روان کال کي د خونړيو بريدونو د رامنځ ته کيدو شونتيا سته، خو زور پالي طالبان به هم يو سخت کال په مخکي ولري.

د ايساف ځواکونو دغه قوماندان وايي چي، په روان کال کي د افغان او بهرنيو ځواکونو جنګي وړتيا د پام وړ لوړه سوي، او دغه کار د زور پالو د خوځښتونو په وړاندي جدي ننګونه شميرل کيږي.

آدم سميت ټينګار کوي چي، روان کال يي له پاکستاني پوله ساتونکو سره د سرحدي کنټرول پر سر همږغي ډيره غښتلې سوې او د ډيورنډ د کرښي په اوږدو کي افغان، پاکستاني او ايساف ځواکونه په ګډي همکارۍ اورپکي ځپي.

همدا راز ايساف ځواکونه رپوټونه ښيي چي طالبان د هري ورځي په تيريدو خپلي مالي سرچيني له لاسه ورکوي او وسلو او چاوديدونکو توکو ته يي هم لاس رسي کم سوی دی.

جنرال سميت وايي چي په سويل کي هلمند او کندهار هغه ولايتونه دي چي، طالبان ترينه خپل ډيري بريدونه پلانوي. خوهلته د زور پالو عمده اډې د ګډو ځواکونو تر فشارلاندي دي.

« هلمند هغه ولايت دی چي، د اورپکو ۴۰ سلنه بريدونه له دغه ولايت څخه سمباليږي، نادعلي بيا هغه سيمه ده چي پکښي امنيتي وضيعت د ډاډ وړ نه دی، خو په ټوله کي په کندهار او هلمند کي د ترهګرو اصلي قرارګاوي تر سخت فشار لاندي دي».

خو د ايساف دغه چارواکي ډاډمن ښکاري چي نور به هلمند او کندهار د تيرو کلونو په څير د زور پالو لپاره خوندي ځايونه نه وي.

جنرال سميت ټينګار کوي چي د افغانستان په ډيرو سيمو کي امنيتي پرمختګونه رامنځ ته سوي خو ورسره جوخت خبرداری ورکوي چي په روانه جګړه به بري ژر تر لاسه نسي.

« د تيرو کلونو برخلاف له ولسي خلکو سره په ډيرو سيمو کي د هغوی اړيکي پرې سوي، او هغوی به پري نښودل سي چي راتلونکي پسرلی بيرته دغو سيمو ته راسي».

د امريکا د سمندري قواوو دغه دوه ستوري لرونکي جنرال ويلي چي افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړي، او دغي مسلې د حقاني ډلي او په پاکستان کي د طالبانو د مشرتابه شورا چي د کويټي د شورا په نامه ياديږي انديښمنه کړې ده.

جنرال سميت يو ځل بيا ډاډ ورکړ چي نړيوالي ټولنه به په روان کال کي څه باندي دوه مليارده امريکايي ډالر د افغان ځواکونو په روزني او سمبالښت ولګوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل