1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

نایجیریا کي له «بچې زیږونې فابریکې» ښځې آزادې شوې

۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبه

د نایجیریا پولیسو ۱۲ ځوانې ښځې او یو نوی زیږیدلی ماشوم په اصطلاح د ماشوم زیږونې له فابریکې څخه آزاد کړي دي. د نویو زیږدلو ماشومانو تجارت په دغه افریقایې هیواد کې یو له ښه عاید درلودونکو کاروبارونو څخه دی.

https://p.dw.com/p/3Z2ea
Südsudan Neugeborenes in Juba
انځور: Getty Images/AFP/S. Glinksi

د نایجیریا په اوګون ښار کې د پولیسو د یوه ویاند په حواله له ۲۰ څخه تر ۲۵ کلنو پورې عمر درلودونکي ښځې د امیدواره کیدو په هدف په زوره له نارينه و سره نا محافظت شوي جنسي عمل ته اړ ایستل کیږي او د دغو ښځو ماشومان بیا تر زیږیدنې سمدستي وروسته پلورل کیږي.

د دغې غیر قانوني په اصطلاح بچې زیږونې فابریکې (Babyfabrik) مالک او هغه دوه سړي چې دغه ښځې مجبوري کېدلې چي ورسره جنسي عمل ترسره کړي د پولیسو له خوا نیول شوي دي. پولیسو مخکې تر دې د دې په اصطلاح بچې زیږونې فابریکې په اړه له دې ځایه د یوې تښتیدلي میرمنې څخه معلومات ترلاسه کړي وو.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

نایجیریا له ۲۰۰ میلیونه نفوذ سره د افریقا تر ټولو ګڼ میشته هیواد دی. هلته په اصطلاح د داسې «بچې زیږونې فابریکو» موجودیت کومه نوې خبره نه ده. همدا تیره اونۍ پولیسو په پورت هارکورت کې ۲۴ نوي زیږیدلي ماشومان او ۴ ښځې له داسي يو ځای څخه آزاد کړي وو.

په نایجیریا کې د ماشوم نه درلودل یو عیب ګڼل کیږي. له نورو افریقایې هیوادونو او ټولې نړۍ څخه د نویو زیږدلو ماشومانو پيرونکي دلته راځي.

په عادي حالاتو کې نارينه نوی زیږیدلی ماشوم په ۵۰۰ زره نایره (د نایجیریا پولي واحد) چې شاوخوا ۱۲۵۰ یورو کیږي او ښځينه ماشومانې بیا د ۳۰۰ زره نایره په بدل کې پلورل کیږي.

 (uh/qu (afp, rtr