1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نجفي: يو شمېر هوايي ډگرونه به پر نړيوالو معيارونو برابر کړو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۵, یکشنبه

د مهال ويش له مخه به تر راتلونکو شپږو مياشتو د کندهار، مزار شريف، کابل او هرات هوايي ډګرونه پر نړيوالو هغو معيارونو برابر سي چي د منلو وړ وي.

https://p.dw.com/p/11GOd
د کابل نړيوال هوايي ډگر
د کابل نړيوال هوايي ډگرانځور: DW

که څه هم د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروسته په مليونونو ډالر په يادو ميادونو لګول سوي دي خو بيا هم پر نړيوالو معيارونو ندي برابر او د غټو نړيوالو شرکتونو الوتکي يوازي د کابل د هوايي ډګر له لاري افغانستان ته تګ را تګ کوي او هغه هم د مجبوريت له مخه.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت سرپرست وزير داود علي نجفي وايي، دوی د هوايي ميدانونو رغول په خپل کاري لومړي توبونو کي لري او د رغولو له پاره يې کافي بودجه په واک کي لري.

« د ټولو ولايتونو د هوايي ميدانونو پر جوړولو مو کار روان کړي، د کابل، کندهار، مزارشريف، او هرات په ميدانونو چي همدا اوس يي کار روان دی تر شپږو مياشتو پوري به په نړيوالو معيارونو جوړ سي.»

د طالبانو د رژيم پر مهال يوازي د کابل هوايي ډګر د نړيوالو پروازونو له پاره کارول کيدی. خو اوس د هرات، مزار شريف، کندهار او کندز له هوايي ميدانونو هم يو شمير نړيوالي الوتني تر سره کيږي.

نجفي وايي چي اوس مهال د چغچران، فيض آباد او ميمنې پر هوايي ميدانونو هم کار روان دی چي په څو مياشتو کي به کورنيو الوتنو ته برابرسي.

د افغانستان د ملي پراختيايي ستراتيژۍ له مخه به تر راتلونکو پينځو کلونو پوري افغانستان ۲۷ هوايي ډګرونه ولري. نجفي همدا راز وايي چي دوی پلان لري د هوايي ترانسپورت له پاره د نړيوالو مرستندويانو په مټ يو شمير افغان پيلوټان او د هوايي برخي کارکونکي په نړيوالو معيارونو سره برابر وروزي تر څو په دغه برخه کي د فني کسانو اوسنی کمښت ليري سي.

نجفي وايي چي اوس ددغي برخي له يو شمير ستونزو سره مخ دی نو ځکه ډيری افغانستان ته راتلونکي بهرني مسافر د افغاني دولتي او خوصي هوايي شرکتونو پر ځای د نورو ملکونو په اړوندو الوتکو کي ځانونه خوندي بولي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل