1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ دی ۱۳, سه‌شنبه

نن د سه شنبې ورځ د جنوري د میاشتې دریمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال دریمه ورځ ده. د کال پاې ته ۳۶۳ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13dGA
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۸۹۵م کال پر همدې ورځ د روسیې او اتریش تر منځ د پولینډ د دريم ځل د تقسیم په اړه یو پټ تړون لاسلیک شوی وو.

د ۱۹۱۵م کال پر نن ورځ په البانیا کې بغاوت پیل شو.

د ۱۹۲۱م کال پر همدغه ورځ د هندوستان لمړني پارلمان غونډه وکړه.

د ۱۹۴۱م کال د جنوري په دریمه په دوهمه نړیواله جګړه کې ایټالوي ځواکونه د لیبیا په باردیه کې تسلیم شول.

د ۱۹۷۷م کال پر همدغه ورځ نړیوال وجهي صندوق په خپل ۳۰ کلن تاریخ کې انګلستان ته تر ټولو لویي پور چې ۴ ملیارده ډالره کیده ورکړ. تر څو د خپل هیواد پیسې ته ټکاو ورکړي.

د ۱۹۹۳م کال پر نن ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جورج بش او د روسیې ولسمشر بورس یلتسن د وسلو د کنترولو یو تړون لاسلیک کړ.

د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ د روسیې یوه مسافر وړونکي الوتکه په سایبریا کې رالویده چې په کې سپاره ۱۲۰ تنه ووژل شول.

د ۱۹۹۵م کال د جنوري د میاشتې په دریمه د تامل پړانګانو او د سري لنکا د دولت مرکیچیان د ډزبندې په سر موافقې ته ورسیدل. تامل پړانګانو څلور تنه پولیس چې څلور کاله تر مخه یې نیولي ول، د بنده آزاد کړل.

د ۲۰۱۰م کال په همدي ورځ په یمن کې د لویدیځو هیوادونو دیپلوماتانو د القاعدې له لوري د نوي ګواښ وروسته خپل سفارتونه وتړل.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل