1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نواز شریف په کشمیر کې د ملکيانو وژنه وغندله

آژانسونه/ س.ر.۱۳۹۵ تیر ۲۱, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له هندي امنیتي ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې د ملکي کسانو پر وژنه «ژور شوک» څرگند کړی دی. د آخ او ډب په ترڅ کې په لسگونو کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1JMm8
انځور: picture-alliance/dpa/F. Khan

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په ترڅ کې تر ۲۳ کسانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. دغه کسانو د جمعې په ورځ د یوه بیلتون پال مشر د وژل کیدو پر ضد احتجاج کاوه.

نواز شریف د دغه مشر وژل کیدو ته په اشارې سره ویلي دي: «دا د خواشینۍ وړ ده چې د هغو ملکي کسانو پر ضد له حده زیات او ناقانونه زور څخه کار واخیستل شي چې د برهان واني د وژلو پر ضد یې احتجاج کاوه.»

د نوموړي خبري آژانس په وینا نواز شریف د کشمیري مشرانو د توقیف د ادامې په هکله هم «جدي انديښنه» څرگنده کړې ده او له هند څخه یې غوښتي دي چې د بشري حقونو په هکله خپلې ژمنه پوره کړي.

د همالیه دغه سیمه چې د هند او پاکستان تر منځ ویشل شوې د دواړو هیوادونو تر منځ شخړه ییزه موضوع ده چې له ۱۹۴۷م کال راهیسې تر اوسه پورې پرې څو وارې جگړه رامنځ ته شوې ده.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا په ۱۹۴۸م کال کې له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې دغه موضوع له سوله ییزي لارې حل کړي او خلکو ته اجازه ورکړي چې د یوې ټولپوښتنې له لارې خپله اراده څرگنده کړي او خپل راتلونکی برخلیک په خپله خوښه وټاکي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د اټکلونو له مخې ۱۹۹۸۰یمې لسیزي راهیسې په دغه سیمه کې له یاغیتوب سره تړلي تاوتریخوالي په ترڅ کې تر ۴۴۰۰۰ زرو پورې کسان وژل شوي دي.

هند بیا پر پاکستان باندې تور لګوي چې یاغیانو ته پتڼځایونه ورکوي او له هغوی څخه د هند په خاوره د بریدونو په تر سره کولو کې مرسته کوي. خو اسلام آباد بیا وایي چې دوی یوازې د کشمیر د ولس دیپلوماتیک او سیاسي ملاتړ کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب