1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ایران سره د اتومي تړون لغو کول به د سیمې اتومې کیدل وي»

۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبه

پتېيل شوې ده چې امریکا متحد ایالات په راتلونکو ورځو کې له ایران سره د اتومي تړون په اړه پریکړه وکړي. خو امید نوري پور د اروپا له پاره د دې تړون پر اهمیت باندې ټینګار کوي.

https://p.dw.com/p/2lhuT
Iran Abschuss Emad Ballistische Rakete
انځور: picture-alliance/dpa/Iran Defense Ministry

تمه کیږي چې امریکا متحد ایالات به په نزدې راتلونکې د ایران پر وړاندې خپله ستراتیژي اعلان کړي. په نوې ستراتیژي کې به د ایران پر وړاندې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ موقف هم روښانه شي. که څه هم اروپايي هیوادونه له ایران سره د اتومي تړون پر دوام باندې ټینګار کوي، خو د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، په وار وار دغه تړون په سختو ټکو غندلی او هغه یې د خپل هیواد په ضرر بللی دی.

Berlin Bundestag Omid Nouripour MdB Bündnis 90/die Grünen
امید نوري پور، د آلمان د پارلمان او د زرغون ګوند غړیانځور: picture-alliance/dpa/J. Jeske

په همدې حال کې د آلمان د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمیسیون او زرغون ګوند غړی امید نوري پور، له ایران سره د اتومي تړون پر اهمیت باندي ټینګار کوي. هغه وایي: «اروپایان باید په صراحت سره امریکایانو ته ووایي چې که تړون لغو شي، موږ به په شدت سره د هغه له اغیزې او احتمالي جانبي عوارضو سره مخامخ شو.»

نورې پور زیاتوي: «دا موضوع په جدي توګه په اروپا کې زموږ پر امنیت باندې اغیزه کوي. واضح خبره ده چې دا هسته وي تړون د یو اړخ له پاره هم بشپړ نه دی، خو هغه تر اوږدو خبرو اترو وروسته رامنځ ته شوې دی.»

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې د ولسمشر د هغو تورونو په اړه هم څرګندونې وکړي چې وایي ایران د سیمې په بې ثباتي او د عراق، سوریې او یمن په چارو کې لاس وهنه کوي. نوري پور تایید کړه چې ایران په سیمه کې یو تهاجمې سیاست لوبوي. د دغه آلماني سیاستوال په خبره ایران په لبنان او سوریه کې بې ثباته کوونکي نقش لوبوي خو په یمن کې بیا اصلي ستونزه د سعودي عربستان تهاجمي سیاست دی.

د آلمان د پارلمان دغه غړي وویل چې له ایران سره د اتومي تړون لغو کول به د دې لامل شي چې په منځني ختیځ کې د اتومي کیدو یوه سیالي رامنځ ته شي: «که امریکایان دغه تړون لغو کړي او نوي بندیزونه وضع کړي، نو اروپایان به له چینایانو او روسانو سره له خبرو کولو پرته کومه بله چاره و نه لري چې د دې تړون د لغو کیدو مخه ونیول شي. موږ باید فکر او له یو بل سره خبرې وکړو، چې د دې تړون د دوام له پاره لارې چارې وموندلي شي. موږ د ایران د اتومي کیدو اجازه نه شو ورکولای چې نور هیوادونه یې هم په تعقیب په ورته کار لاس پورې کړي.»

د ایران او نړیوالو ځواکونو تر منځ اتومي تړون، د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال تر اوږدو خبرو اترو وروسته رامنځ ته شو.

ماتیاس فون هاین/ م.ج