1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نه طالبان پر مختګ کولای سي نه حکومت

۱۳۹۵ مهر ۳, شنبه

په افغانستان کي د ناټو قومندان جنرال جان نيکلسن ويلي چي په افغانستان کي طالبان او حکومتي ځواکونه پر خپلو سيمو ولاړ پاته دي. نيکلسن ويلي چي نه طالبان نظامي پرمختګ کوي او نه حکومتي ځواکونه.

https://p.dw.com/p/2QXye
John W. Nicholson USA NATO Afghanistan Nominierung Oberkommandeur
انځور: picture-alliance/dpa/M.L. Sprenkle/U.S. Army

جنرال جان نيکلسن د امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو په وزارت کي و یوه خبري کانفرانس ته خبري وکړې. په افغانستان کي د ناټو دغه تر تولو لوړ قومندان وويل چي د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ اوږه په اوږه حالت دی.

د جان نيکلسن په وينا د افغانستان د لانجې دواړه اړخونه پر ځای پاته دي او نه سي کولای چي د خپل اغېز ساحه نوره پراخه کړي. نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۲۴مه نېټه) وکړې.

په افغانستان کي د ناټو د دغه قومندان په وينا دمګړی د افغانستان د نفوس تقريبا له ۶۵ څخه تر ۷۰ فيصده پوري ساحه د افغان حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندي ده. د هغه په وينا طالبان تقريبا پر ۱۰ فيصده برخه تسلط لري او پاته برخه «شخړيزه» ده.

جان نیکلسن وويل چي افغان امنيتي قواوي سږکال په دې توانېدلي چي د طالبانو هر تعرض پر شا وتمبوي. نوموړي په دې ترڅ کي د کندوز، هلمند او روزګان بېلګي يادي کړې. د هغه په وينا هر واري چي طالبانو تعرض کړی، افغان ځواکونه په دې توانېدلي چي «په وضعه کي ټيکاؤ» راولي او د ولايتي پلازمېنو څخه دفاع وکړي.

دغه جنرال چي د طالبانو د بېرته قوي کېدو له کبله به له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو پروسه هم آرامه کړله سي. د هغه په وينا د پلان سره به سم زيات شمېر عسکر ونه ايستل سي بلکه د ۵۵۰۰ عسکرو پر ځای به د کال تر پای پوري ۸۴۰۰ عسکر په افغانستان کي پاته سي.

د امريکا متحده ايالاتو او ملګرو يې د ۲۰۱۴ کال په پای کي په افغانستان کي خپل جنګي ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړی او امنيتي مسؤليت يې افغان ځواکونو ته سپارلی ؤ.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.09.2015):