1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال: افغانانو ته خپل امنیتی ځواکونه خطر دی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

ځينو نړيوالو سازمانونو د سې شنبې په ورځ وويل چي ، وروسته له هغه چي نړيوال ځواکونه د افغانستان څخه ووزي، افغانان به د خپلو ملي ځواکونو د خطر سره مخامخ سي. سازمانونه وايي ، چي افغان ځواکونه لا په بشپړه توګه نه دي روزل سوي

https://p.dw.com/p/11CrN
افغان سرتیری
افغان سرتیریانځور: AP

په هغه راپورټ کي چي د اکسفام لخوا خپور سوی راغلي چي ، د هغو ملکي وګړو په ډله کي چي په 2010 کال کي يې د بيلا بيلو امنيتي پيښو په ترځ کي خپل ژوند د لاسه ورکړی، په سلو کي 10 يې د افغان ځواکونو لخو وژل سوي دي. دغه سازمان پر نړيوالي ټولني ږغ کړی چي افغان ځواکونه په سمه توګه وروزي.

په جرمني کي د اکسفام سازمان مشر، پاول بينديکس، وايي که څه هم نړيوالي ټولني او افغان حکومت د افغان پوځي ځواکونو د روزلو لپاره په بيليونونو ډالر لګولي، خو دغه ځواکونو په وار وار ددې پر ځای چي د افغانانو امنيت ټينګ کړي دوی ته خطر پيښوي.

«په افغانستان کي خلک د خپلو امنيتي ځواکونو څخه ډير لوړ انتظارات لري.»

د اکسفام لخوا په خپور سوي راپور کي راغي چي داسي اسناد سته چي وښيي افغان ځواکونو د شپې لخوا عمليات کوي او پدې جريان کي يې د ملکلي وګړو د ساتني لپاره کومي لاري چاري هم نه دي سنجولي.

دغه راز داسي اسناد هم موجود دي چي ښيي ماشومان د افغان امنيتي ځواکونو په ډله کي جذب سوي او بيا پر هغوی باندي جنسي تيری سوی او يا هم پوليس د خلکو سره بد چلند کوي.

د روان کال په جولای مياشتي کي به نړيوال ځواکونه د 7 نسبتاً آرامو سيمو امنيتي چاري افغانانو ته وسپاري دغه لړۍ به د 2014 کال تر پاي بشپړه سي او په دغه کال کي به د ټول افغانستان امنيتي چاري د افغانانو په لاس کي وي.

اکسفام او نور نړيوال سازمانونه د افغان حکومت او نړيوالي ټولني څخه غواړي چي د پوليسو په روزنيزو پروګرامونو کي ښه بدلون راولي او هغه کسان چي د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو سره يو ځای کيږي بايد چي د هغوی پر جرمي سابقي باندي کره کتنه وکړي.

«موږ پر افغان حکومت او د ناټو پر غړو هيوادونو ږغ کوو چي د پوليسو د روزولو له پاره نوي ميکانيزمونه جوړ کړي او د پوليسو لخوا د تاوتريخوالي مخه و نيسي.»

هغوی زياتوي چي ، د پوليسو روزنيز پروګړام بايد مخکي له دې چي د افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپاري، تغير وکړي.

په وروستيو لسو کلونو کي نړيوالي ټولني او په تيره بيا جرمني په افغانستان کي د قانون پر حاکميت ډير کار کړی خو بينديکس وايي چي افغان پوځيان د خپل هيواد د امنيتي چارو د په لاس کي نيولو له پاره چمتو نه دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ احمد ولي اڅکزي