1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالنډ کې د قران شریف د سوځولو هڅه؛ پولیسو درې کسان نیولي

۱۴۰۲ دی ۲۵, دوشنبه

د هالنډ پولیسو ویلي چې په ارنهم ښار کې د اونۍ په پای کې د ښي اړخو افراطیانو لخوا په عام محضر کې د قرآن کریم د سوځولو پلانونه د تاوتریخوالو ډکو لاریونونو لامل شوي دي. پولیسو ویلي دي چې په دې ترڅ کې یې درې کسان نیولي دي.

https://p.dw.com/p/4bFDP
انځور له آرشیف څخه: په هالند کې د ښي اړخه افراطي پګیدا ډلې له لوري د قران شریف ځولو پلان له تاوتریخوالي ډک لاریون را پارولی دی.
انځور له آرشیف څخه: په هالند کې د ښي اړخه افراطي پګیدا ډلې له لوري د قران شریف ځولو پلان له تاوتریخوالي ډک لاریون را پارولی دی. انځور: Robin van Lonkhuijsen/ANP/picture alliance

د اونۍ په پای کې د هالند په ارنهم ښار کې د ښي اړخو سخت دریځو له لوري په عام محضر کې د قران شریف سوځولو پلان د قهرجنو اعتراضونو سبب شوی دی، چې له کبه یې د ارنهم ښار پولیس مداخلې ته اړ شوي دي.

د هالندي چارواکو په خبره، په هالند کې د پګیدا ښي اړخې ډلې مشر اډوین واګنزویلد، د شنبې په ورځ د دې هیواد په ارنهم ښار کې د اسلام د سپیڅلي کتاب د سوځولو هڅه کړې ده. د چارواکو په خبره، اعتراض کوونکو د دغه کار د مخنیوي له پاره له تاوتریخوالي کار اخیستی ترڅو د نوموړي په لاس د دغه کار مخه ونیسي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د پولیسو تر مداخلې وروسته یو شمیر مظاهره کوونکو بیا د دوی په افسرانو د فشنګونو [اور لوبې وسایل] او ډبرو برید وکړ او زیاتوي چې درې کسان یې نیولي دي. د پولیسو په وینا، د پیګیدا په ډله کې شاوخوا ‍۱۰ کسانو برخه اخیستې وه.

Niederlande Den Haag | Protest gegen Koranverbrennung vor der türkischen Botschaft
انځور: Ramon Van Flymen/ANP/AFP/Getty Images

د هالند د ارنهم ښار ښاروال احمد مارکوش د پیښې په تړاو وویل چې په هالنډ کې د قرآن کریم سوځول غیر قانوني نه دي او دا چې د پګیدا ډلې اعتراض له وړاندې نه په رسمي ډول ثبت شوی وو او اجازه ورکړل شوې وه.

احمد مارکوش د آې. ان. پي خبري اژانس ته په خبرو کې زیاته کړې: «زه په هغه غم او احساساتو پوهیږم چې د مقدس کتاب سوځول یې سبب کیږي. خو تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.»

ډوین واګنزویلد تر دې مخکې هم د مسلمانانو د سپکاوي په تور محکوم شوی و. نوموړې تر دې مخکې هم د قران شریف د څیرولو له کبله د ډېرو هیوادونو غوسه را پاروالې وهچې له کبله یې د ترکیې، ایران او پاکستان د چارواکو له خوا دغه کار غندل شوی وو.

پګیډا [Pegida] چې په آلمان کې یې بنسټ ایښودل شوی دی، د غرب د اسلامي کیدو پر ضد د وطن پرسته اروپایانو د آلمانۍ اصطلاح مخفف دی چې غړي یې د بهرنیانو او اسلام پر ضد نظریې لري. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل