1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«معترض مهاجر دې د محکمې په لګښتونو کې برخه واخلي»

۱۳۹۷ خرداد ۵, شنبه

د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چار وزير غواړي هغه مهاجر د محکمې په لګښتونو کې دخيل کړي، چې د مهاجرت ادارې پر پريکړه اعتراض لري او له سره غوښتنليک وړاندې کوي. دغه اقدام هغو مهاجرو ته متوجه دی چې ادعا يې بې بنسټه ثابته شي.

https://p.dw.com/p/2yLuR
Prozess gegen Schleuser in Traunstein
آرشيفانځور: picture alliance/dpa/P. Kneffel

د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري هغه مهاجر د محکمې په لګښتونو کې دخيل کړي، کوم چې دوسيې يې د استيناف محکمې له خوا څيړل کيږي.

د بايرن د کورنيو چارو وزير يوآخيم هرمن وايي، هغه مهاجر چې د مهاجرت ادارې پريکړه نه مني او له سره د نوې محکمې له پاره عريضه وړاندې کوي، بايد د محکمې په لګښتونو کې برخه واخلي.

هرمن د «آلمان د تحريريه ډلې» ورځپاڼو سره په مرکه کې وويل: «يوه لاره کيدای شي همدا وي، تر څو ووينو چې آيا امکان به ولري چې شکايت کونکي د محکمو په لګښتونو کې سهيم کړو، په هغه صورت کې چې د هغوي قانوني اقدام په څرګند ډول بې بنسټه او د نه منلو وړ وي.»

تر دې وړاندې د بايرن مسيحي سوسيال ډلې د ګوند مشر الکساندر دوبرينت ويلي وو چې په آلمان کې ګواکې د «اخراج ضد يو صنعت» فعال دی. اوس يوآخيم هرمن د خپلو خبرو پر مهال خپل توافق له همدې نظريې سره مطرح کړ. هرمن په دې اړه وويل: «په آلمان کې ځينې موسسې شتون لري چې غواړي د هرې ممکنې لارې د اخراجونو مانع وګرځي. دا يوه عادي خبره نه ده او موږ يې بايد پر وړاندې اقدام وکړو.»

د بايرن مسيحي سوسيال ګوند د صدراعظمې انګلا مرکل د مسيحي دموکرات ګوند اتحادي غړی دی. د آلمان تير حکومت د همدې دواړو ګوندونو څخه جوړ وو، خو په اوسني نوي ائتلافي حکومت کې ورسره د آلمان سوسيال دموکرات ګوند هم ورګډ شوی دي.

د بايرن مسيحي سوسيال ګوند د مهاجرو پر وړاندې د سخت قانون غوښتونکی دي. دغه ګوند په مخکيني حکومت کې هم د مهاجرو په تړاو د ځينو محدوديتونو غوښتنې لرلې، چې د مرکل له خو رد شوي وې.

د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم له آرشيف  څخه: