1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلموت کهول او د جرمني يو والی

۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبه

هلموت کهول له نن څخه ديرش کاله دمخه د۱۹۸۲ کال د اکتوبر د میاشتي پر لومړۍ نېټه د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو. د هغه په شپاړس کلن حکومت کي دواړه المانه سره يو ځای شول.

https://p.dw.com/p/16IBb
Helmut Kohl wird zum Bundeskanzler vereidigt. Der CDU-Vorsitzende Helmut Kohl ist am 1. Oktober 1982 von der neuen Regierungskoalition aus CDU/CSU und FDP zum sechsten Kanzler der Bundesrepublik Deutschland gewählt worden. In der geheimen Abstimmung im Bundestag über das konstruktive Mißtrauensvotum zum Sturz von Bundeskanzler Helmut Schmidt (SPD) erhielt Kohl sieben Stimmen mehr als die erforderliche absolute Mehrheit von 249 Abgeordneten. 256 von 495 Parlamentariern gaben dem 52jährigen bisherigen Oppositionsführer ihre Stimme. Am 17. September endete nach 13 Jahren die sozialliberale Koalition in Bonn durch den Rücktritt der vier FDP-Minister Hans-Dietrich Genscher, Gerhart Baum, Josef Ertl und Otto Graf Lambsdorff, was zum Sturz der SPD-Minderheitsregierung führte.
Helmut Kohl Vereidigung 1982 30 Jahreانځور: picture-alliance/dpa

د ۱۹۹۰ میلادې کال د اکتوبر د ماشتي دریمه نېټه چي د جرمني د یوالي ورځ ده د المان د مسیحي دیموکرات گوند (CDU) د دغه سیاستوال له پاره د سیاسي مقام تر ټولو لوړ ځای دئ.

د المان دغه سياستوال د خپل هيواد مختلفي ډلي د یوالي و مهمي موضوع ته متوجه کړل. او د برلين ديوال تر نړولو يوه ورځ دمخه يې د برلين د „شونه برگر“ ښاروالۍ له بالکنه په وينا کي وويل:«دا طبعي ده چي موږ د خپلي اخلاقي وجیبې له مخي د المان د یوالي له پاره د اصلاحاتو په برخه کي د په ديموکراتيک المان کي د پرمختگ ملاتړ کوو. په دې ځای کي د یو والي، حق او آزادۍ مسئله مطرح ده. ژوندی دي وي د جرمني پلرنی هیواد، ژوندی دي وي یوه ازاده او متحده اروپا.»

یو پلرنی هیواد، د کیڼ اړخو په غوږو کي هغه تحریک وو چي د دوی په ذهنونو کي به ئې د یو لوی المان خاطرې انځورولې. دغه اندیښنې د اروپا په گاونډیو هیوادونو کي هم لیدل کیدې خو د برلین دیوال په چپه کیدو خوښ ول.

هلموت کهول د هغه وخت د شوروي اتحاد له جمهوررئيس میخائیل گرباچوف سره دې موافقې ته ورسید، چي د جرمني دي يو شي او د المان له دیموکراتیک جمهوريت څخه دي د شوروي ځواکونه ووزي.

Bundeskanzler Helmut Kohl
انځور: picture-alliance/dpa

د برلین دیوال تر نړولو نزدې یو کال وروسته د ۱۹۹۰عيسوي کال د اکتوبر د میاشتي پر دوهمه ورځ او دریمه شپه د « براندنبورگ په دروازه» کي چي د المان د ویشل کیدو سمبول وو، د دغه هيواد يو والی د اتش بازۍ په مراسمو ولمانځه.

هلموت په ډیره زړورتیا سره له تاریخي پیښو سره مقابله کوله. ده هر وخت د یوې واحدي اروپا پر جوړیدو ټینگار کاوه. د المان د „لودویگس هافن“ ښار دغه اوسیدونکی تر دوهمي نړيوالي جگړې لږ وروسته له خپلو هم نظره ملگرو سره فرانسې ته ولاړ. کهول په تاريخ کي دوکتورا لري.

هلموت کهول ۲۹ کلن وو چي د «راینلنډفلز» سیمه يیز پارلمان ته ئې ځان ورساوه. په ۳۳ کلنۍ کي په پارلمان کي د خپل گوندي ډلي مشر شو، په دې توگه نو دی د المان په سیمه يیز پارلمان کي تر ټولو ځوان وو چي د یوې ډلي د رئیس په توگه ئې دنده ترسره کوله، هغه شپږ کاله وروسته د خپل ایالت د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.

کهول په ۱۹۷۱عيسوي کال کي د ټول جرمني په کچه د مسیحي دیموکرات گوند د مشر په توگه کاند شو، خو ماته ئې وخوړه. دوه کاله وروسته، په ۱۹۷۳ کال کي د مسیحې دیموکرات گوند د رئیس په توگه وټاکل شو، چي ۲۵کاله پر همدې مقام باندي پاته شو.

کهول به په ډیرشوق سره ویل چي گوند د ده د واک مرکز او کور دئ. په گوند کي پر اختلافاتو سربیره هم کهول وکولای شول چي خپل کار ته دوام ورکړي او د گوند مشرانو ته د هغوی د زیږدیدو د نیټې مبارکي واستوي.

په ۱۹۸۹کال کي، دغه گوند په ایالتونو کې په پرلپسې توگه له ماتي سره مخامخ شو، په گوند کي دننه یوه کودتا هم وشوه چي له ناکامۍ سره مل وه.

Helmut Kohl Festakt Berlin
انځور: Reuters

کله چي هلموت کهول د اویایمي لسیزي په لومړیو کې د جرمني د مسیحې دیموکرات گوند « سي ډي یو» مشر شو خپل یوازنی حدف ئې دا ډول بیان کړ:

«زه غواړم لومړی وزیر شم، زه غواړم انتخابات وگټم او لومړی وزیر شم.»

په ۱۹۷۶عيسوي کال کي نزدې وو، چي بري ته ورسيږي، خو د هلموت شميت ایتلاف چي د المان د سوسیال گوند« اس پي ډې» او د المان د ازاد دیموکرات گوند «اف ډې پې» څخه جوړه شوی وو، د رايو په لږ توپير سره ټولټاکني وگټلې.

هلموت کهول د ۱۹۸۳ کال په پارلماني ټاکنو کي چي تر وخت مخکي تر سره سوې تر يوې سختي مبارزې وروسته بريا تر لاسه کړه. د دغه ټاکنو په پايله کي د هغه حکومت د اقتصادي او ټولنيز سياست په برخه کي نوي څه په پام کي ونيول.

دغه وخت د حکومت هغه پورونه چي مخکي سوي ول تر ډيره ځايه لږ سول. خو له دې سره هم کهول و نسوای کولای چي په هيواد کي د بېکارۍ کچه را کښته کړي.

پيتر شتوتڅله/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل