1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادهندوستان

«هند د افغانستان سوداګريزو توکو له پاره ښه مارکيټ دی»

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

په داسې حال کې چې افغان سوداګر په هند کې له مختلفو ستونزو سره مخ دي خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونې وياند جان آغا نويد وايي چې هند د افغانستان د تجارت له پاره دودیز ښه مارکيټ دی.

https://p.dw.com/p/4Zy5G
Afghanistan Obstmesse Landwirtschaft
انځور: Sarfarazi

هندوستان چې د نفوس له پلوه د نړۍ یو له سترو هیوادونو دی، د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانستان له حاکمو نظامونو او افغانانو سره ښې اړیکي پاللي دي او د افغانستان ګڼ شمیر زراعتي تولیدات لا هم په هند کې خپل مینه وال لري. په افغانستان کې د پخواني نظام تر سقوط او واک ته د طالبانو په بیا رسیدو سره دوه اړخیزې سیاسي او سوداګریزې او کلتوري اړیکې تر ډیره پوره پیکه شوي دي. په دې ترڅ کې په هند کې د افغانستان د سفارت د تړل کیدو او بیا د سرپرستانو له لوري یې د خدماتو پیلیدل هم د رسنیو سر ټکي ول. خو د دې ټولو با وجود هندوستان لا هم د افغان تولیداتو له پاره ښه او ګټور مارکیټ دي.

افغان سوداګر شکایت کوي چې هندوستان ته سودګرۍ په برخه کې یې ستونزې ډیرې شوي دي. له بل پلوه بیا په ډيلي کې دافغان سوداګرو ترمنځ نه همغږي ، سوداګرو ته د هند د ويزو نه ورکول، د بانکي سیستم نه اسانتياوې اود افغان سفارت تړل د افغان سوداګرو د کار په وړاندې ننګونې دي.

افغان سوداګر شکایت کوي چې هندوستان ته سودګرۍ په برخه کې یې ستونزې ډیرې شوي دي.
افغان سوداګر شکایت کوي چې هندوستان ته سودګرۍ په برخه کې یې ستونزې ډیرې شوي دي.انځور: Dinesh Joshi/AP Photo/picture alliance

په ډيلي کې د وچې ميوې سوداګر عمران وايې «افغان سوداګر حتی په هند کې يوه ټولنه نلري، خپلسري ډيره ده، همغږي نشته،يوه ملاتړې اداره نلرو، د پاکستان د واګه بندر له لارې زمونږ تجارتي توکې په ځنډ رارسیږي»

صدیق پوپلزی چې په ډيلي کې د تازه مېوو کار کوي وایي « دا سمه ده چې  افغانستان او هند سیاسی اړيکې نلري ، په ډيلي کې سفارت تړل شوی، افغان سوداګر باید له شته امکاناتو ګټه واخلي، د يوبل ملاتړ وکړو او خپلو کې همغږي و اوسو»

د افغانستان د سوداګرۍ خونې وياند ښاغلی جان آغا نويد زیاتوي د خونې مشرانو په کابل کې د هند له سفارت سره خبرې کړي. ياد سفارت ورته ويلي افغان سوداګرو ته د ويزو اجرا کول او نورې ستونزې د دواړو هيوادونود لوړ پورو چارواکو د سیاسي هوکړې او اړيکو له ښه کيدو سره تړاو لري. که اړيکې ښې شوې ورته ستونزې به هم د پخوا په شان حل شي.

ایا په هند کې کروندې د وريژو د کرکيلې پاره ډېرې وچي دي؟

پداسې حال کې چې په نږدې راتلونکې کې  د افغانستان او هند د اړيکو ښه کيدو څرک نشته د افغانستان د سوداګرۍ خونه وړانديز کوي چې په هند کې د افغان سوداګرو رواني ستونزې د افغان هند سوداګرو او خصوصي سکتور په مرسته حل کيدای شي چې دوی د هندي چارواکو سره په دې اړه ژورې خبرې وکړي. ممکن دغه ستونزو ته تر يوې کچې حل وموندل شي ځکه چې تجارت د دواړو هېوادونو په ګټه دی، تجارت سوله ده، اړيکې دي، پرمختګ دی بشر ته کار او خدمت دی.

وچه اوتازه میوه ، طبي او نباتي بوټي، لاسي صنایع ،افغاني غالۍ او زینتي کاڼي هند ته د افغانستان صادراتي توکې دي. همدارنګه درمل، خوراکي او سينګارتوکي، ماشينونه او د ځينو فابريکو اومه مواد له هنده افغانستان ته لېږدول کيږي.

افغانستان هرکال هندوستان ته د شاوخوا ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات لري خو هند بیا هر کال افغانستان ته د درې سوه ميليونه ډالر په ارزښت  سوداګريز توکي صادروي.

دا مهال هند په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسميت نده پيژندلې اونه هم طالبان په هند کې کومه سياسي نمايندګي لري، خو هند په کابل کې سفارت لري. له تيرو شپږو مياشتو راپديخوا په ډيلي کې د افغانستان د جمهوري دولت سفارت تړل شوی چې ميشتو افغان کډوالو، محصلینو او ملي سوداګرو ته يې يو لړ حقوقي ستونزې جوړې کړي دي.

م. ن/ خ.ح / ن.ص

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie