1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان، افغانستان او امریکا درې اړخیزه غونډه کوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۹, سه‌شنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د سه شنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو د غونډي په څنډه کې د افغانستان، هندوستان او امریکا تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/1JsLa
انځور: Reuters/P. Albouy

کیري په نوي دهلي کې له هندوستان سره تر ستراتیژیکو خبرو اترو وروسته، یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال ترهګري وغندله او ټینګار یې وکړ چې د هندوستان پر خاوره د ۲۰۰۸م کال د بریدونو مسئولین باید عدالت ته وسپارل شي.

هغه وویل: «موږ ترهگري پر ښوو او بدو وېشلای نه شو؛ دا کار به و نه کړو. ترهګري، ترهګري ده، مهمه نه ده چې هغه له کوم ځایه راځي او څوک یې پر مخ وړي.»

هندوستان د دغو بریدونو پړه پر پاکستان باندې اچوي. پاکستان د بمبيي د بریدونو عاملان محکمه کوي، خو د هندوستان پر هوایي ډګر باندې د بریدونو په اړه څېړنو لا کومې پایلې نه دي لرلي. په ۲۰۰۸م کال کې په ممبی کې بریدونو ۱۶۶ کسان ووژل.