1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هوايي بريد په ننگرهار کي د داعش راډيو ويجاړه کړې

۱۳۹۴ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

افغان او امريکايي چارواکي وايي چي د افغانستان په ختيځ کي ئې په هوايي يرغل کي د «داعش» راډيو له منځه وړې ده. دغي راډيو په لومړي سره کي په پښتو او په دې وروستيو کي په دري ژبه هم خپروني لرلې.

https://p.dw.com/p/1HnND
انځور: picture-alliance/dpa/L. Pratt

يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبرورۍ مياشتي ۲مه) رسنيو ته ويلي دي چي د «خلافت ږغ» راډيو ئې په يوه هوايي بريد کي له منځه وړې ده.

هغه ويلي دي چي دغه بريد د افغانستان په ختيځ کي د پاکستاني سرحد ته نژدې پر يوه سيمه باندي سوی دئ.

په افغانستان کي د امریکايي او ناټو ځواکونو وياند مايک لاورين، له خوا په يوه خپره سوې رسمي خبرپاڼه کي راغلي دي چي د دوشنبې په ناوخته ماښام د ننگرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کي د ترور ضد دوه هوايي بريدونه ترسره سوي دي. هغه په دې اړه نور جزئيات ور کړي نه دي.

خو د ننگرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي ويلي دي چي په دغو يرغلونو کي د داعش ۲۱ جنگيالي هم وژل سوي دي، چي څلور ئې پکښې د راډيو کارکوونکي دي.

له تير کال راهيسي تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په ننگرهار ولايت کي فعاليت پيل کړی.

د «خلافت ږغ» غير قانوني راډيو له څو مياشتو راهيسي په ننگرهار ولايت کي د جنگيالیو د جلب او جذ له پاره خپروني لرلې.

د دغي راډيو د خپرونو تر پيل وروسته افغان چارواکو هغه مهال وويل چي دا يوه گرځنده راډيو ده او د خپرونو د خپرولو دقيق ځای ئې روښانه نه دی.

دغي راډيو په لومړي سر کي په پښتو او په دې وروستيو کي په دري ژبه هم خپروني پيل کړي وې.