1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هیلري کلنټون بیا هم له دونالد ترامپ څخه مخکې ده

آژانسونه / ش. ن.۱۳۹۵ خرداد ۲۲, شنبه

د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې هیلري کلینټن د خپل ټاکنیز رقیب دونالد ترامپ څخه ۱۱ نومرې مخکې ده. خو د دغو بریاو او د ولسمشر بارک اوباما د ملاتړ سربیره، د کلنټن د راتلونکو بریاو په برخه کې ټاکونکی حرکت نه دی رامنځته شوی.

https://p.dw.com/p/1J4nD
انځور: Getty Images/D. Angerer

د یوې نظر پوښتنې پر بنسټ، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو په لومړۍ دوره کې د دیموکراتانو نومانده هیلري کلنټن بیا هم د جمهورت غوښتونکو د گوند د نوماند دونالد ترامپ په پرتله د بریالیتوب نسبتاً ښه لیرلید لري.

د «ایپسوس» یا عمومي افکارو څیړنیز انستیتوت د نظر پوښتنې د پائلو او رویټرز خبري آژانس په حواله د دغې نظر پوښتنې په ترڅ کې د پوښتل شوو کسانو ۴۶ سلنو یې ویلي دي چې د نوامبر په میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو په ورستي پړاو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلټن ته رایه ورکوي.

۳۴،۸ سلنه امریکایانو ویلي دي چې ترامپ ته رایه وکوي او ۱۹،۲ سلنو ویلي دي چې د دغو دواړو رقیبانو له جملې څخه د هیڅ یوه ملاتړ نه کوي. د ترامپ څخه د کلنټن مخکې کیدل د یوې اونې مخکې ترسره شوی نظر پوښتنې سره مطابقت لري.

په ټاکنیزو کمپاینونو کې له کلنټن څخه د اوباما ملاتړ

د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې له هیلري کلنټن څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. اوباما په خپل یوه ویډیوي پيغام کې چې کلنټن هغه بیا په خپل انټرنټ پاڼه کې خپور کړ وویل:«په تیرو میاشتو کې په میلیونونو امریکایانو په دې برخه کې خپل نطر بیان او زه هم غواړم دا کار وکړم.»

اوباما تر دې لږ مخکې د دیموکراتانو له گوند څخه د کلنټن خپل گوندي سیال برني ساندرز، سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل. ساندرز وویل چې نه غواړي د ولسمشریزو ټاکنو له پاره له خپلې نوماندۍ څخه تیر شي. خو د محاسبو له مخې په دې برخه کې د هغه برلیتوب ته ډیره هیله مندي نه شي کیدای.

دونالد ترامپ د اوباما ویډیوي پيغام ته داسې غبرگون وښود چې اوباما د خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال په خپل تویتر کې هیلري کلټن یوه ابن الوقت او د نه باور وړ سیاستمداره بللی وه.

کلنټن د پنجشنبې په ورځ د ترامپ د څرگندونو په غبرگون کې د تویتر له لارې په یو تند ځواب سره خپل پلویان په جوش راوستل او په دې توگه یې ترامپ ته وویل: «خپل د تویتر کارونې حساب پاک کړئ».

يوازې څو ساعته وروسته د کلنټن پلویانو دغه پيغام په سلهاو زره وارې خپور کړی. د کلنټن یوه ویاند وویل دا په انتخاباتي مبارزاتو کې د کلنټن تر ټولو لویه تویتري بریا وه.

د کلنټن برخلاف، ترامپ د څو میاشتو راهیسې د تویتر ټولنیزې شبکې څخه تر اندازې ډیره استفاده کوي، څو په دې توگه خپل تند پیغامونه د بحثونو موضوع وگرځوي.