1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن: د چین بالون د ستر جاسوسي پروګرام برخه وه

۱۴۰۱ بهمن ۲۱, جمعه

د امریکا د خارجه وزارت یوه چارواکي ویلي دي چي څو ورځي دمخه د دغه هیواد پر فضأ باندي ښکاره سوی چینايي بالون د ۴۰ هیوادونو پرضد د جاسوسۍ پروګرام یوه لویه برخه وه. دغه بالون وروسته وویشتل سو.

https://p.dw.com/p/4NKrr
USA | Abschuss Spionage-Ballon aus China
د امریکا پر فضأ باندي لیدل سوی بالونانځور: Chad Fish/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د خارجه وزارت یوه لوړ رتبه مامور پرون پنجشنبه وویل، هغه بالون چي تیره اونۍ وویشتل سو، د هغو بالونونو د جملې یوه برخه وه، چي چین د دنیا د پنځو براعظمونو په ۴۰ هیوادونو کي د معلوماتو راټولولو په خاطر استولي دي. 

خو د دې برعکس بیا پیکینګ ویلي دي چي د امریکا پر فضأ باندي تیره هفته لیدل سوی بالون د هواپيژندني د تحقیقاتو پخاطر ؤ، او د واشنګټن په واسطه یې د هغه سقوط سخت غندلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو خارجه وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي دي، د بالون څخه مفصل تصویرونه ښکاره کوي، چي هغه «واضحاً د استخباراتي نظارت په خاطر استول سوی وو او د هوا پيژندني د بالونونو د تجهیزاتو سره یې سر نه خوړی».

USA | Abgeschossener Chinesischer Überwachungsballon wird durch US Marine geborgen
ددغه بالون د بقایاوو د پلټني عملیاتانځور: U.S. Fleet Forces/U.S. Navy photo/REUTERS

همدغه مقام اضافه کړې ده چي دغه بالون څو انتنونه درلودل چي احتمالاً یې د ارتباطاتو جمع کولو او هغوی د موقعیت معلومولو قابلیت درلود. په دې خاطر امریکا معتقده ده چي د دغه بالون جوړونکو د چین د ازادي بخښونکي اردو سره «مستقیم ارتباط» درلود.

چین «مطبوعاتي جنګ» غندلی

په عین حال کي بیا د چین د خارجه وزارت ویاند، مائو نینګ یو واربیا ټینګار کړی دی چي دغه بې پیلوټه بالون د ملکي هواپيژندني پخاطر وو. ویاند د بالون ویشتل «غیر مسؤلانه» بللي او ویلي یې دي چي پر چین باندي لګول سوي تورونه «ممکنه ده د امریکا له خوا د چین پرضد د «مطبوعاتي جنګ» یوه برخه وي.

د استخباراتو په ارتباط بل مطلب ولولی:«آلماني اجنټ روسيې ته د اوکراين رازونه افشا کړي»

چین تر اوسه پوري نه دي ویلي چي دغه بالون په کومه دولتي اداره یا شرکت پوري اړه درلوده. 

د امریکا او چین ترمنځ د تشنج ډیریدل

دغي واقعې د امریکا او چین ترمنځ تشنج لا ډیر کړی دی. پنتاګون ویلي دي چي د چین د دفاع وزیر نه غواړي سبا د امریکا له دفاع وزیر، لوید استین سره خبري وکړي. تر هغه لږ وروسته چي دغه بالون د امریکا پر فضا باندي ولیدل سو، نو د امریکا خارجه وزیر، انتونیو بلینکن پیکینګ ته خپل سفر وځنډاوه او په دې کار سره دغه تشویونه تقویه سول، چي امکان لري د دواړو هیوادونو ترمنځ اوسني خړ پړ مناسبات نور هم خراب سي.

د جاسوسۍ اړوند یو بل مطلب:«په پنجاب کې د پاکستان دوه استخباراتي افسران وژل شوي»

خو د امریکا جمهوررئیس جو بایدن د دې پوښتني په جواب کي چي ایا دغه پيښه به د چین او امریکا پر روابطو باندي یوه لویه ضربه وي، وویل،«نه».
مګر د لندن د کینګز کالیج د دفاعي او خارجي سیاست کارپوه، مایکل کلرک دویچه ویلي ته وویل چي د هغوی پر روابطو باندي رامنځته سوي ضررونه نه جوړیږي. هغه ویلي: «دا یوه ضربه وه او نه یو بحران». 

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم: