1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: سپينه ماڼۍ د افغانستان څخه ډير عسکر باسي

۱۳۹۰ خرداد ۱۶, دوشنبه

د سپيني ماڼۍ امنيتي سلاکار ويلي چي کيدای سي تر هغه ډير ځواکونه د افغانستان څخه را ويستل سي، لکه څنگه چي اټکل يې کيدی.

https://p.dw.com/p/11V3A
سپينه ماڼۍ
سپينه ماڼۍانځور: AP

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چي په سپينه ماڼۍ کي اوس په دې فکر باندي دي چي د ډيرو ځواکونو را ايستل ځکه بايد تر سره سي، چي د يوې خوا د جگړې مصارف ډير دي د بلي خوا اسامه بن لادن ووژل سو.

په پام کي ده چي د امریکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما به په روان مياشت کي ملت ته په خپله وينا کي د افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلوپلان روښانه کړي.

ورځپاڼه ليکي چي د امریکا د متحده ايالاتو د ملي امنيت شورا د راتلونکي دوشنبې په ورځ سره راټوليږي او د افغانستان او کستان په اړه خبري کوي.

څو ورځي مخکي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د يو شمېر قوماندانانو په شمول ځني افغان کارپوهانو ددې وړانديز کړی و چي د افغانستان څخه دي په ډير شمېر ځواکونه نه وزي.

ټاکل سوې چي د افغانستان څخه به د امريکايي سرتيرو وتل د جولای په مياشت کي پيل او د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري بشپړسي.

مخکي داسي ويل سوي ول چي په لومړي سر کي به د ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ سرتيري وايستل سي. خو په نوي پلان کي، چي بيا ورباندي کتنه سوې داسي ويل کيږي چي تر دې به ډير سرتيري هيواد ته ستانه سي.

ويل کيږي چي د هغو ۳۰۰۰۰عسکرو د پاره چي تير کال د نورو د ملاتړ او د طالبانو څخه د جگړې گټلو د پاره ليږل سوی ول د هغو د بيرته ستنيدو يوه ټاکلې نيټه به هم وټاکل سي.

اوس په افغانستان کي شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ امريکا عسکر مېشت دي.

درې ورځي وړاندي د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت گېټس افغانستان ته په خپل وروستي سفرکي وويل چي په جولای کي د افغانستان څخه ډير لږ عسکر وايستل سي.

هغه زياته کړې وه چي د روان کال تر پايه پوري په ستراتيژي بدلون به تر وخت دمخه وي. گېټس زياته کړه اوس هغه وخت دی چي پر طالبانو باندي بايد نور هم پوځي فشار ډير سي تر څو هغوی د کال ترپايه دې ته مجبوره سي چي د خبرو اترو مېزته حاضر سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: آهنگ