1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملیاتو پیل اعلان کړ

۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د خپلو پسرلنيو عملیاتو پیل اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې دغې ډلې لا وختي خپل بریدونه ډیر کړي ول.

https://p.dw.com/p/2wbNz
Taliban-Sprecher Sabiullah Mudschahid
انځور: picture-alliance/dpa

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د «الخندق» عملیاتو د پیل خبره کړې ده او ويلي يې دي چې په دې عملياتو کښي به نوي او مغلق جنګي تکتیکونو وکاروي. طالبانو ویلي دي چې هدف یې د «امریکایي اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو ځپل او وژل دي».

وسله وال طالبان هر کال په پسرلي کې، د هوا له ګرمیدو سره خپل بریدونه پراخوي. دا له دې کبله چې په دې موسم کې د افغانستان په غرونو کې چیرې چې ډیر وخت د طالبانو سنګرونه وي، واورې نه وي او هغوی په آزاده توګه تګ راتګ کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او داعش جنګیاليو بیا په وروستیو کلونو کې د کال په ټولو فصلونو کې خپل بریدونه جاري ساتلي دي او د افغانستان پر ځينو ولسوالیو باندي يې خپل کنترول پراخ کړی دی.

امریکا متحد ایالات د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه، خو واشنګټن اوس هم په افغانستان کې د ترهګري ضد عملیات کوي او افغان ځواکونه روزي. د ترمپ ادارې ژمنه کړې ده چې افغانستان ته به نور اضافي پوځيان واستوي.

د سه شنبې په ورځ ناوخته یاغیانو په کابل کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې برید وکړ او درې افغان پولیس یې ووژل. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید پړه غاړه نه ده اخیستي. د چهارشنبې په ورځ په بادغیس کې هم ورته برید شوی او هلته هم درې پولیس وژل شوي دي.