1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

وسلوالو په کابل کې پر انترکانتیننتال هوتل برید کړی

۱۳۹۶ دی ۳۰, شنبه

د شنبې په ماښام ناوخته څلورو وسلوالو کسانو د کابل پر انترکانتیننتال هوتل باندې برید وکړ. بریدګرو یو شمیر کسان برمته نیولې او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. د هوټل ځینې کارکوونکي او اوسیدونکي په تیښته بریالي شوي.

https://p.dw.com/p/2rEL3
Afghanistan - Sicherheitskräfte nach Schüssen am Intercontinental Hotel in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د هوټل مدیر احمد حارث نایاب، چې په خپله هم په تیښته بریالی شوی، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې برید کوونکي د هوټل ودانۍ ته ننوتي او اوس په هوټل کې میشت کسان د تیښتې هڅې کوي. حارث د پیښې د تلفاتو په اړه معلومات نه لرل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، ویلي دي چې لا تر اوسه پورې د پیښې جزئیات نه دي روښانه. تر دې څو ورځې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ویلي وو چې کیدای شي د دې ښار پر هوټلونو باندې کوم برید ترسره شي.

د دانش په خبره برید کوونکي د پخلنځای له لارې د هوټل ودانۍ ته ننوتي دي او داسې ښکاري چې په ډله کې یې ځانمرګي برید کوونکي هم شامل وي. یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي دي چې برید کوونکو د هوټل یو شمیر کارکوونکي او میلمانه برمته نیولې دي. لا تر اوسه پورې د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

Afghanistan - Intercontinental Hotel in Kabul
تر دې مخکې په ۲۰۱۲ کال کې هم پر دې هوټل باندې برید شوی وو.انځور: Reuters/M. Ismail

تر دې مخکې په ۲۰۱۱ کال کې هم په کابل کې پر انترکانتیننتال هوټل باندې برید شوی وو. دا د کابل یو له عصري هوټلونو څخه دی چې ویل کیږي د یکشنبې ورځې له پاره یې د یوه کنفرانس د کوربتوب له پاره چمتوالی نیوه.

د افغانستان د مخابراتو وزارت یوه چارواکي احمد وحید، ویلي دي چې د پیښې پر مهال په هوټل کې له ۱۰۰ څخه ډیر د معلوماتي تکنالوژي مدیران او انجینران موجود وو.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د پنجشنبې په ورځ امریکایي اتباعو ته یو ګواښ خپور کړی وو چې په کې راغلي وو: «موږ په داسې رپوټونو خبر یو چې افراطي ډلې کیدای شي د کابل پر هوټلونو بریدونه پلان کړي.»