1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي د امریکايي مشاورينو کار بند کړی

۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبه

په افغانستان کي امريکايي څارونکی سازمان «SIGAR» ويلي، په افغانستان بانک کي امريکايي مشاورينو ته کار کول په يو ستونزمن کار بدل سوی. دغه امريکايي مشاورينو د افغانستان بانک کارکونکي تربيه کول.

https://p.dw.com/p/120dz
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

نوموړي سازمان د امريکا متحده ايالاتو د کانګريس لخوا جوړ سوی و، ترڅو افغانستان ته د متحده ايالاتو د مرستو څرنګوالی وارزوي.

د دغه سازمان غړو ويلي چي د امريکايي مشاورينو د کار بندول د افغانستان د حکومت لخوا د متحده ايالاتو کوښښونو ته ستونزي پيدا کول بلل کيږي.

د SIGAR د سازمان په حواله د متحده ايالاتو کانګريس د 2002 کال څخه تر اوسه پوري افغانستان ته 70 ميليارده ډالر ځانګړي کړي، ترڅو د بيارغوني او په امنيتي پروژو کي ولګول سي.

دغه سازمان پر افغان حکومت او متحده ايالاتو نيوکه کړې او ويلي يي دي چي دغو دواړو هيوادونو ټول هغه ممکنه کارونه نه دي تر سره کړي، چي د ياغيانو او د هيواد څخه دباندي، د دغو پيسو د وتلو او بيځايه مصرفيدو مخنيوی وسي.

د دغه سازمان چارواکو ويلي چي حامد کرزي، د می په مياشت کي پريکړه وکړه چي امريکايي مشاورين نور په افغانستان بانک کي په کار نه دي. په کابل کي د امريکا سفارت وايي، چي امريکايي مشاورين اوس مهال داسي کوم تصميم نه لري چي بيرته په کابل بانک کي خپلي دندي پيل کړي.

وروسته تر هغه چي د کابل د هوايي ډگر څخه بهرنيو هيوادونو ته د ډيرو پيسو د وتلو خبره راپورته سوه. دغه سازمان د امريکا له حکومت څخه غوښتي چي افغانستان ته د خپلو مرسته سوو پيسو د ورتگ او وتلو ته ډيره توجه وکړي. د سازمان په حواله د افغانستان د هوايي ډګرونو له لاري1.3 ميليارده ډالره وتلي دي.

د SIGAR سازمان د امريکا له حکومت څخه غوښتي چي په افغانستان کي داسي يو سيستم جوړ کړي، چي له هغه هيواد څخه د وتونکو پيسو مسلسل نمبرونه راجستر سي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل