1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کانکور کي د درغليو په اړه خبرداری

حسين سېرت/ کابل۱۳۹۲ دی ۱۴, شنبه

د افغانستان پارلمان د لوګر او غزني ولايتونو د کانکور ازموينو ته په کتو سره ويلي دي چي که د دغه هيواد د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينې پروسه روڼه ترسره نه کړي له سترو اعتراضونو سره به مخامخ سي.

https://p.dw.com/p/1AlF3
انځور: DW

په کانکور کي د درغليو تورونه هغه مهال رسنيو ته ورسېدل چي په لوګر ولايت کي د کانکور ازمويني هيت د امتحان پاڼي د اوبو يوې ويالې ته واچولې.

د افغانستان د ولسي جرګې د شنبې ورځي (۲۰۱۴کال د نورۍ ۴) په عمومي غونډه کي د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير وويل: «که دا واري د لوړو زده کړو وزارت د خلکو حق وخوري، زه له دغه ځايه اعلان کوم چي وزير نه پرېږدو وزارت ته ننوځي. موږ به هلته خېمه ودروو، ځکه دا زموږ حق دی هيچا ته به اجازه ور نه کړو چي زموږ حق بې ځايه کړي.»

خو د لوړو زده کړو وزارت بيا وايي چي د کانکور ازموينه به پوره صداقت او روڼوالي ترسره کړي. د دغه وزارت چارواکي وايي چي د لوګر ولايت زورواکانو، غير مسوولو کسانو او يو شمېر وکيلانو د ازمويني په ورځ په خپلو مداخلو سره په امتحان کي درغليو ته پراخه زمينه برابره کړه.

د دغه وزارت وياند وويل، چي د لوګر ولايت د کانکور په ازموينه کي د پراخو درغلیو په سبب د کانکور د ازمويني هيت پريکړه وکړه چي مخکي تر دې چي دغه پاڼي وزارت ته ورسيږي د لاري په اوږدو کي يې له منځه يووسي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نوربحش وويل: «په دې دليل چي ډيري سرغړوني سوې وې او هغه اسناد چي په لوګر کي موجود ول د دې پاڼو وړل د دې سبب کېدل چي سرغړوني دي توجه سي.»

خو په ولسي جرګه کي د لوګر ولايت استازي محمد اکبر ستانکزي وويل چي د ولسي جرګې په فرهنګي او لوړو زده کړو چارو کمېسيون کي د لوړو زده کړو وزارت چارواکو د کانکور ازمويني د پاڼو ویالې ته د اچولو په خاطر بخښنه غوښتې ده او ويلي يې دي چي د جدي مياشتي په وروستۍ اوونۍ کي به په دغه ولايت کي دوباره ازموينه ترسره سي.

اوس د غزني ولايت د کانکور ازمويني په اړه هم شکايتونه موجود دي. په پارلمان کي ځيني استازي وايي چي د کانکور ازمويني په سوونو داوطلب وګړي د امتحان په ورځ تر ماسپښينه پوري د ازمويني پاڼو د ترلاسه کولو په تمه ول خو د مازيګر پر ۴ بجې بيا دوی ته د ازمویني پاڼي ورکړل سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي داوطلبانو د سوالونو د حلولو له پاره يوازي يو ساعت وخت لاره.

د غزني ولايت استازي شاه ګل رضايي وويل: «له بده مرغه چي پر څلور بجې د امتحان ورقي محصيلونو ته ورکول کيږي او هغوی يو ساعت وخت لاره. تاسو وليدل چي په لوګر ولايت کي هم روڼوالی نه وو دا په دې معنی چي په لوړو زده کړو وزارت کي روڼوالی نه سته.»

ويل کيږي چي د غزني ولايت د کانکور په ازموينه کي ځينو کډون کوونکو ته پر دوو نفرو د سوالونو يوه پاڼه ورکړه سوې وه. په غزني ولايت کي د کانکور ازموينه د دوو ورځو په موده کي ترسره کيږي، چي نن يې دوهمه ورځ ول.

د ولسي جرګې اداري هيت د فرهنګي او لوړو زده کړو چارو کمېسيون ته لارښوونه کړې ده چي دغه موضوع ډېره جدي تعقيب کړي.