1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي القاعده د الظواهري د مرګ او ځای ناستي په اړه چوپ ده؟

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

له هغه راهیسي، چي امریکا په کابل کي د یوې بې پيلوټي الوتکي په برید کي د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژني اعلان وکړ، پنځه میاشتي کېږي چي یادي ډلي تر اوسه د هغه مړینه نه منلې او نه يې هم ځای ناستي معرفي کړی دی.

https://p.dw.com/p/4LjsT
Al Kaida Anführer Aiman az Zawahiri
انځور: B. K. Bangash/AP Photo/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بایدن د تېرکال د اګست میاشتي په لومړیو کي خبر ورکړ، چي ځواکونو يې په کابل کي د ایمن الظواهري پټنځای په بې پيلوټه الوتکي ویشتلی او هغه يې وژلی دی. خو د القاعده شبکې تبلیغاتي څانګي بیا د دغه مصري ایډیالوژیسټ بې نېټې ږغیز او انځوریز پیغامونو خپرولو ته ملا تړلې ده. 


له هغه وروسته چي د القاعده ډلي بنسټ ایښوونکی اسامه بن لادن د امریکايي ځواکونو له خوا په ۲۰۱۱م کال په پاکستان کي ووژل سو، نو له هغه وروسته د یادي ډلي مشرۍ ته ایمن الظواهري اوږه ورکړه. 

له «سختدریځۍ سره د مبارزې» څېړنیز مرکز مشر جاکوب شینډلر د القاعدې ډلي د چوپتیا په اړه وايي: «دا رښتيا حیرانوونکې ده. یوه شبکه د خپل مشر په شته والي کي کار کوي. یو داسي چاته اړتیا سته چي ټولي چاري همږغي کړي.»

دوو څېړونکو، رافايلوپانتوکي او کبیرتانجه په دسمبر میاشت کي په «Lawfare» انټرنیټي پاڼه کي لیکلي دي: «ښايي چي امریکا متحده ایالات د هغه د مرګ په اړه تېروتلي وي.» خو هغوی زیاته کړې ده چي: «هغه ډاډ چي جو بایدن د ترسره سوي برید په اړه اعلان کړی، داسي کړنه نه منوونکې ښکاري.»

ښايي چي القاعده شبکه تر اوسه په دې نه وي توانېدلې چي د الظواهري د احتمالي ځایناستي سره تماس ونیسي. اوس د القاعده ډلي مخکنی دوهم درجه مشر رزمي سیف العدل ته د احتمالي ځایناستي په سترګه کتل کیږي.

اړوند:  امريکا د پاکستاني طالبانو او القاعدې څلور مشران د نړيوالو ترهګرو په توګه نومولي
سیف العدل د مصري پوځ پځوانی ډګرمن دی چي په ۱۹۸۰م کال کي يې جهاد ته ملاتړلې او څارونکي داسي انګیري چي په ایران کي ژوند کوي. د ایران شیعه مذهب مشران په رسمي بڼه د سني القاعده شبکې مخالف دي، خو کره کتوونکي په تکرار سره ایران د یادي شبکې په همکارۍ او ځای ورکولو تورنوي. شیندلر په دې اند دی، چي سیف العدل ته پنا ورکول د «ایران رژیم له پاره کیدلای سي هم یوه ژمنتیا وي اوهم یوه پانګه.»

اسامه بن لادن او ایمن الظواهري
انځور: Al-Jazeera/APTN/picture alliance

دا په دې معنی، چي ایران کولای سي، خپلو ګټو ته په پام سره داسي پرېکړه وکړي، چې ایا هغه امریکا ته وسپاري او یايې همداسي پرېږدي چي د غرب پر وړاندي بریدونه منظم کړي. په اګست میاشت کي طالبانو په دې اړه په ډېر احتیاط سره داسي اعلامیه خپره کړه، چي په هغه کي يې په افغانستان کي د ایمن الظواهري د موجودیت او مرګ په اړه هیڅ یادونه نه وه کړې.  

دغو دوو څېړونکو لیکلي دي: «د دوی (طالبانو) هغه پریکړه چي په دې اړه يې هیڅ نظر نه ؤ څرګند کړی، ښایي د دوی د هغو هڅو یوه برخه وي چي له یوې خوا له القاده شبکې سره يې ژوري، خو نازکي اړیکي لري او له بلي خوا په ورته وخت کي د طالبانو او  امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ هوکړه لیک ته په کتو له دې شبکې سره همکاري د هغه هوکړه لیک سره ښکاره په ټکر کي ده.» 

اړوند: طالبان: د الظواهري مړی مو نه دی موندلی

داهم ښايي چي سیف العدل وژل سوی یا پټ کړل سوی وي، په دې خاطر  چي د خپل مخکني مشر یاهم د دوی د سیالي ډلي داعش یا اسلامي دولت د دوو مشرانو چي پروسږکال وژل سوي ول په برخلیک اخته نه سي. 

نننۍ القاعده له هغي ډلي څخه بېله ده، چي په ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په میاشت کي يې په امریکا کي نړيوال سوداګریز مرکزونه په نخښه کړی ول، دغه ډله اوس په منځني ختیځ، افریقا او جنوبي اسیا کي پاشلي څانګې لري، چې د تېر په پرتله د عملیاتو، تمویل او ستراتیژۍ په برخه کي د دې ډلې په مرکزي قومندانۍ پوري لږ تکیه ده.

باراک منډلیسون د القاعده چارو کارپوه وايي، دا ډېره سخته ده چي سړ ووايي، چي ولي د دې ډلي د نوي رهبر ټاکنه ځنډیږي: «په نهایت کې، دا ځنډ د القاعدې د مرکزي مشرتابه محدود ارزښت منعکس کوي.»

اړوند: طالبان وايي د القاعدې مشر د وژلو په هکله د امریکا د ادعا پلټنه کوي

کله چي د القاعدې شبکې سرسختي رقيبي ډلي داعش مشر په ۲۰۱۹م کال د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال په سوریه کي خودشي وکړه له همداسي ستونزي سره مخامخ وه.

پروسږکال د داعش ډلي دوه مشران ووژل سول، دغي ډلي پروسږکال په مني کي یو ناڅرګند کس خپل نوی مشر  اعلان کړ او دغه کس بیا د خپل مشروعیت د پياوړي کولو په موخه ځان د اسلام د پيغمبر د قبیلې قریش و ګاڼه.

د بنسټپالني د مطالعاتو د نړيوال مرکز شنونکی تورهمینګ وايي، د القاعدې له پاره د سمبولیک مشر درلودل ډېر مهم نه دي. هغه زیاتوي: «داخبره د اسلامي دولت په اړه هم صدق کوي. له ۲۰۱۹ کال راهیسي زه وینم، چي د داعش ډلي له پاره د سمبولیک مشر درلودل اړین نه دي.»

دغه شننونکی زیاتوي: «داعش نوی خلیفه ګان غوره کړی دی، خو هیڅوک په دې نه دي خبر چي دا څوک دي او له هغه څخه يې هیڅ شی هم نه دي اورېدلي، خو له دې سره بیاهم دا ډله داعش ته وفاداره ده.»

هامینګ زیاته کړه: «د القاعده په اړه هم ښايي دغسي وي چي یوازي دي د شورا لوړ پوړي کسان همدا رول لوبوي.»

آیا طالبان واقعا نه پوهیدل چې الظواهري په افغانستان کې وو؟