1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويستر ويله: نړيواله ټولنه دي پر ديپلوماسۍ باندي تمرکز وکړي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۷, یکشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گيدو ويستر ويله د ملگرو ملتونو پر وړاندې په خپله وروستۍ وینا کې، پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې شخړې او جگړې له دیپلوماسي لارو حل کړي.

https://p.dw.com/p/19q8s
انځور: picture-alliance/dpa

ویسترویله د شنبې په ورځ د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په موخه د وروستیو دیپلوماتیکو هلو ځلو ستاینه وکړه. هغه همداراز د ایران د اتومي شخړې د حلولو له پاره وروستي پرمختگونه هم وستایل. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «دا د نړۍ له پاره یوه ښه اوونۍ ده. نړیواله ټولنه باید په همدې مسیر کې پاته شي.»

ویسترویله همدارازا پر نړیوالو لوبغاړو باندې غږ وکړ چې د سوریې په اړه د روسیې او امریکا متحده ایالاتو له خوا له رامنځ ته شوي فرصت څخه گټه پورته کړي. هغه وویل: «موږ باید له هغې موقع څخه چې د [سوریې] د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو تړون یې موږ ته په لاس راکوي باید گټه واخلو.»

تر دې مخکې روسیې وړاندیز کړی وو چې د اسد رژیم چمتو دی چي خپلې کیمیاوي وسلې له منځه یوسي. د روسیې له همدې وړاندیز سره د امریکا متحده ایالاتو له خوا پر سوریې باندې د یوه احتمالي برید خبره بیرته سړه شوه. امریکا په سوريه کې د کیمیاوي وسلو په واسطه د یوه ترسره شوي برید پړه د اسد پر رژیم اچولې وه او گواښ یې کړی وو چې پر سوریې باندې به «محدود پوځي برید» وکړي.

د ایران اتومي شخړه

د ایران د اتومي شخړې په اړه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له ډیر احتیاط سره خوشبیني وښووله. تر دې مخکې د ایران او امریکا ولسمشرانو د تلیفون پر کرښه له یو بل سره خبرې کړې وې. دا په ایران کي د ۱۹۷۹ کال تر اسلامي نقلاب وروسته لومړی ځل وو چې د دواړو هیوادونو ولسمشران له یو بل سره وغږیدل. د ایران او امریکا ولسمشرانو په خپلو خبرو کې د تهران د اتومي شخړې د حلولو له پاره خپل چمتوالی څرگند کړی دی.

ویسترویله په خپلې وینا کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما او د هغه د ایراني سیال حسن روحاني، تر منځ خبرو ته په اشاره کولو سره وویل: «د ایران له ولسمشر سره وروستیو خبرو یو نوی چانس رامنځ ته کړی دی [...] اوس هر څه د اعتماد په رامنځ ته کولو پورې اړه لري.»

آلماني وزیر همداراز په خپلو خبرو کې انترنتي امنیت او [الکترونیکي] څارنې ته اشاره وکړه. په دې اړه بحثونه تر هغه وروسته تاوده شول چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت استخباراتي اداري پخواني کاروکوونکي ایدوارد سنودن، د خپل هیواد د څارنیز پروگرام په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړل. د سنودن د افشا کوونو له مخې امریکا متحده ایالاتو د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې تلیفوني او انترنتي اړیکې څارلې.

ویسترویله وویل: «موږ داسې انترنت ته اړتیا لرو چې آزادۍ، امنیت او د خصوصي حریم ساتنه پکې يو مناست تناسب ولري [...] هر څوک چې په نړۍ کې له انترنت څخه کار اخلي باید په دې خبره ډاډه وي چې د هغه حقوق د شرکتونو او دولتونو له مداخلې محفوظ دي.»

گیدو ویسترویله د آلمان لیبرال دیموکرات گوند یا (FDP) غړی دی چې تر دې مخکې د آلمان د اوسني دولت ائتلافي ملگر وو. خو دغه گوند په وروستیو ټاکنو کې پارلمان ته د لارموندنې په موخه د لږ تر لږه پنځه سلنه رایو په گټولو و نه توانید. له دې سره نو ویسترویله ویله هم د آلمان په راتلونکې حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر په توگه خپله دنده له لاسه ورکوي.