1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

وچکالۍ په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت لا پسې خراب کړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳, دوشنبه

یونیسف په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د کمو اورښتونو له کبله د اوبو او خوراکي موادو کمښت زيات شوی دی چې له کبله یې ۵۰۰ زره ماشومان اغیزمن شوي دي.

https://p.dw.com/p/2wUx1
Afghanistan Kinderarbeit Ziegelfabrik
انځور: DW/O. Didar

د دې ادارې په حواله لس ولایتونه تر نورو ډیر اغیزمن شوي دي چې پکښې د خوراکي موادو کمښت، د څښاک د پاکو اوبو او د حفظ الصحې په برخو کې محدودیتونه موجود دي. د یونیسف د اټکلونو له مخې په افغانستان کې همدا اوس ۹۲ زره ماشومان او ۸۵۰۰ میندوارې میرمنې د خوراکي موادو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د یونیسف استازې ادیلې خدر، ویلي دي: «اوس نو لومړیتوب دا دی چې په تر ټولو ډیرو زیانمنو شویو سیمو کې د ماشومانو او کورنیو د اړتیاو په پوره کولو سره د وضعیت د لا خرابیدو مخه ونیوله شي.»

هغې زیاته کړې: «په ټول هیواد کې ماشومان همدا اوس له ډیرو ستونزو سره لاس او ګرایوان دي او اوس باید د خپل ژوند له دې وروستي ګواښ سره مقابله وکړي.»

د یونیسف په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه ستونزه اوس ځکه تر بل هر وخت ډیره ګواښوونکې ده چې همدا اوس هم د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ۱،۶ میلیونه ماشومان او ۴۴۳ زره میندواره میرمنې له خوارځواکي څخه گړيږي.

یونیسف له زیانمنو او له ګواښ سره مخامخو کسانو سره د مرستو کولو په موخه د ۱۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د یونیسف مشرې ټینګار کړی دی چې خوارځواکي د انسان په ټول ژوند کې ستونزې رامنځ ته کولی شي او له همدې کبله باید په ټول افغانستان کې کافي خوراکي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی اسانه شي.

زموږ له ارشيف څخه: