1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

وژل شوی ژونالیست رسنیو ته ژوندی راڅرګند شو

۱۳۹۷ خرداد ۱۰, پنجشنبه

د روسیې منتقد ژورنالیست ارکادي بابچینکو، د هغه د وژل کیدو د خبر تر خپریدو ۲۴ ساعته وروسته، ژوندی رسنیو ته راڅګند شو. دغه خبریال وویل چې دا کار يې د خپل قتل د یوې دسیسې د شنډولو له پاره کړی دی.

https://p.dw.com/p/2yj36
Ukraine Journalist Arkadi Babtschenko PK in Kiew | mit Lutsenko & Grizak
انځور: Reuters/V. Ogirenko

هغه کس چې وختي یې لا د مړینې په اړه خبرونه خپاره شوي ول او په مسکو کې یې د وژل شویو خبریالانو په کتاب کې نوم لیکل شوی وو، روغ رمټ او ژوندی رسنیو ته راڅرګند شو. ارکادي بابچینکو، په اصطیلاح تر وژل کیدو وروسته، د اوکراین د استخباراتي سازمان له مشر او د لوی څارنوالي له چارواکو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شو.

دا په داسې حال کې ده چې دغه خبریال یوه ورځ مخکې خپلي ښځې د خپل کور په مخ کې په داسې حال کې مړ موندلی وو چې ترې وینې روانې وې او څو مرمۍ ویشتل شوی وو. اوکراین په رسمي توګه د هغه وژل کیدل تائید کړل او د چهارشنبې په ورځ خبریالان د دې له پاره راټول شوي ول چې د هغه د وژل کیدو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

په همدې خبري کنفرانس کې د اوکراین د استخباراتو مشر ویسیل ګریستک، وویل چې خبریالان به پخپله چانس ولري چې له وژل شوي بابچینکو څخه پوښتنې وکړي. په همدې وخت دغه ۴۱ کلن خبریال خونې ته راننوت او ویې ویل: «زه لا هم ژوندی یم!»

د وژني ډرامه

بابچینکو د خبرو په پیل کې د اوکراین له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې په خبره یې د ده ژوند یې ژغورلی دی. تر هغه وروسته یې له خپلې ښځې بخښنه وغوښته چې د ده په خاطر يې سخت شرایط گاللي.

د اوکراین د استخباراتي ادارې مشر وویل چې د بابچینکو د وژلو د دروغو پیښه د دې له پاره مهمه وه چې هغه کسان وپیژندل شي چې په رښتیا یې د دې خبریال د وژلو پلان لاره. د دې هر څه هدف دا وه چې د مرگ د ریښتني پلان اړیکه د روسیې له استخباراتي سازمان سره وموندل شي.

د اوکراین استخباراتي چارواکو داسې انځورونو وښودل چې د اصلي برید احتمالي پلانوونکی یو کس ته پیسې ورکوي چې بابچینکو ووژني. روښانه شوه چې دغه وژونکی د اوکراین له استخباراتي سازمان سره کار کاوه. تر هغه وروسته بیا د یوه بل کس ویدیويي انځورونه هم وښول شول چې د دې قضیې په تړاو نیول شوی دی.

چارواکي وايي چې نیول شوي کس د بابچینکو د وژلو زمینه برابروله. بابچینکو په روسيه کې زیږیدلی او اوس په اوکراین کې ژوند کوي او د مسکو له سختو منتقدینو څخه شمیرل کیږي.

که څه هم په هيواد کې دننه د اوکراین د دې عملیاتو ستاینه شوې ده، خو په نړۍ کې که څه هم د بابچینکو د ژوندي راڅرګندیدو له کبله خوښي څرګنده شوې ده، خو بیا هم نیوکې کيږي چې له دې سره د اوکراین نړیوال اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

د بابچینکو تر ساخته ګي وژل کیدو وروسته، د اوکراین لومړي وزیر پر روسیې باندې له دې کبله نیوکې وکړې او د فیسبوک له لارې په یوه پیغام کې یې د وژونکي د محکمه کیدو غوښتنه وکړه. پر دې سربیره د اوکران د بهرنیو چارو وزیر چې په ملګرو ملتونو کې وو، هم په دې اړه خبري وکړي چې د هیواد په خبره یې روسیه د دې وژنې تر شا ده.

د رسنیو یو شمیر مسوولینو او د خبریالانو د حقونو مدافعینو هم ویلي دي چې د بابچینکو د درواغو وژل به په نړۍ کې د خبریالانو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

نیکولاس کولیني/ کیف