1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویروونکي کیسې د یوه مهاجر په قبولۍ کې څومره مرسته کولی شي؟

۱۳۹۶ دی ۲۰, چهارشنبه

ډیر هغه افغان مهاجر چې غواړي په آلمان کې سیاسي پناه ورکړل شي، ویروونکي کیسې بیانوي. خو آیا د سیاسي پنا ترلاسه کولو له پاره داسې کیسې قانوني دليل جوړیدلی شي؟

https://p.dw.com/p/2qbva
Bundesamts für Migration und Flüchtlinge Entscheider
انځور: picture alliance/dpa/F. von Erichsen

افغان مهاجر حنیف الله په دې ورځو کې په آلمان کې د سیاسي پناه ترلاسه کولو په هڅه کې دی. نوموړی له افغانستان څخه د خپلې تیښې او مهاجرت کیسه کوي چې یوه ورځ د خپل یوه ملګري په کور کې وو چې د خپل ورور د تلیفون شمیرې څخه یې یو پیغام ترلاسه کړ. د هغه په خبره په دې پيغام کې لیکل شوي ول: «تیره شپه طالبانو زموږ پر کور برید وکړ او زموږ پلار او ورور یې ووژل.»

د حنیف الله په خبره د هغه ورور ورته ليکلي ول چې هغه دې بیرته کورته نه ورزي او له افغانستان څخه دې ووځي. دغه مهاجر چې په آلمان کې یې د سیاسي پنا غوښتنه کړې زیاتوي چې خپل ژوند ته د موجود خطر له امله یې د خپل ورور او پلار د جنارې او وروستیو مراسمو کې هم ګډون ونه کړای شو. نوموړی زیاتوي چې له دوستانو څخه یې پيسې راټولې کړې او له ننګرهار ولایت څخه و تښتېد.

حنیف الله له څو هیوادونو څخه په تیریدو له خطرناکو لارو ځان آلمان ته رسولی دی. هغه خپله دغه کیسه د یوه بریښنالیک یا ایمیل له لارې له دویچه ویله سره شریکه کړې ده.

حنیف الله په افغانستان کې د انګليسې ژبی ښوونکی وو او ورور یې د ملي اردو عسکر. د دغه مهاجر په خبره طالب جنګیالیو د هغه پلار او ورور ته ویلي ول چې که د دوی له پاره جګړه وکړي نو ژوندي به پاته شي، خو د هغه په خبره پلار او ورور يې نه غوښتل چې د طالبانو له پاره وجنګیږي.

حنیف الله زیاتوي د پلار او ورور تر وژل کیدو وروسته یې له هیواد څخه د تیښتې پریکړه وکړه. هغه دویچه ویله ته وویل چې تر اوسه پورې په آلمان کې د هغه د پناه غوښتنلیک د ارزونې بهير دومره په اسانۍ سره نه دې پر مخ تللی: «زه شک لرم چې کیدای شي زه وشړل شم. او که ما بیرته افغانستان ته واستوي، نو امکان لري زه هلته ووژل شم.»

دا خبره مهمه ده چې له افغانستان څخه آلمان ته راتلونکو ټولو افغان مهاجرو ته پناه نه ورکول کیږي. افغان مهاجر ډیرې وختونه د خپلې تیښې داسې کیسې او داستانونه بیانوي چې د هغې تائیدول او باور پرې کول نږدې ناممکن وي.

د اسنادو تائیدول

په تیر میلادي کې تر۱۵۰۰۰ زیاتو افغانانو په آلمان کې د پناه غوښتنه وکړه. هره میاشت د زرونو افغانانو د پنا غوښتنه ردیږي. په ۲۰۱۷م کال کې۱۳۰ افغانان چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، خپل هیواد ته استول شوي دي. پر دې حقیقت سربیره چې افغانستان تر ډیره له ناامنۍ سره مخامخ دی، یوازې ۴۴ سلنه افغان پنا غوښتونکو ته په آلمان کې د پاتیدو اجازه ورکړل شوې ده.

د کډوالو او مهاجرو په چارو کې د آلمان فدرالي اداره د پناه غوښتونکو د راتلونکي برخلیک په هکله پریکړه کوي. دغه اداره پناه غوښتونکي ته د دغې ادارې له چارواکو سره د یوې مرکې له پاره بلنه ورکوي. د یوه ترجمان په مرسته پناه غوښتونکی له افغانستان څخه د راوتلو علت او بیرته دغه هیواد ته د ورګرځیدو پر مهال د احتمالي عواقبو په هکله وضاحت ورکولی شي.

که چیري یو پنا غوښتونکی په خپلو دلايلو سره ددغي ادارې چارواکي قانع نه کړي، نو د پنا غوښتنه یې ردیږي. دغه څه هغه مهال پیښيږي چې یو پناه غوښتونکی د خپلې ادعا د ثابتولو له پاره اړین اسناد و نه لري.

د کډوالو او مهاجرو چارو ادارې له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي ول: «فدرالي اداره د پناه غوښتونکې پر عریضې باندې د شخصې مرکې او د اسنادو او شواهدو تر تفصلیي ارزوني وروسته پریکړه کوي. هره انفرادي کیسه پریکړنده ګڼل کیږي.»

د آلمان د حکومت په وینا اړونده چارواکي د هر پناه غوښتونکي قضیه په غور سره تحلیلوي، خو زیاتره مهال د هغې تائیدول ګران کار دی.

پناه غوښتونکی حنیف الله وایي چې دا غوره ګڼي چې افغانستان ته د اخراج پر ځای یوه بل دریم هیواد ته واستول شي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: