1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویکي ليکس ته په جاسوسۍ تورن محاکمې ته حاضر سو

۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعه

هغه امريکايي عسکر چي د ويکي ليکس انترنيتي سايت د محرمو اسنادو په انتقال باندي تورن دئ، په لومړي ځل محاکمې ته د خپل بند په اړه خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/16tl6
انځور: dapd

امريکايي عسکر برادلي منينگ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۹) په يوه محکمه کي ويلي دي، چي تر نيول کېدو وروسته په يوه قفس کي اچول سوی وو، چي دغه کار د ده پر روان باندي ډيره بده اغېزه کړې ده.

منينگ د قاضيانو په مخکي وويل: «زما شپې په ورځو بدلي سوي وې او ورځي په شپو. تر څه وخت تيرېدو وروسته ما د شپې او ورځي ترمنځ توپير نسوای کولای.»

د منينگ وکيل ديويد کومبس، له محکمې څخه وغوښتل چي د بند په وخت کي له هغه سره د بد چلند په خاطر دوسيه بايد وتړل سي. برادلي منينگ د ۲۰۱۰ کال د می په مياشت کي په دې تور ونيول سو، چي گويا د ويکي ليکس انترنيتي سايت ته ئې محرم اسناد ورانتقال تکړي دي.

د ويکي ليکس په انترنيت پاڼه کي د دغه اسنادو خپرېدل د امریکا متحده ايالاتو او متحدينو له پاره ئې ستر جنجال وزېږاوه. په پلان کي ده، چي د منينگ تر شهادت ورکولو وروسته پريکړه وسي، چي آيا هغه دي يوې نظامي محکمې ته وړاندي سي که نه؟

که پردغه امريکايي سرتيري باندي لگول سوی تور اثبات سي، کيدای سي په عمري بند محکوم سي.

اجباري انزوا

منينگ تر نيول کېدو لږ وروسته کويت ته لېږل سوی دئ. هغه په دغه هيواد کي د تليفون کولو اجازه نه لرله. منينگ د خپل بند د وخت راپور وړاندي کړ. هغه وويل: «زه د له منځه تلو په حال کي وم.» هغه زياته کړه چي تر نيول کېدو لږ وروسته مي په سر کي د ځان وژني فکر راگرځېد.

دغه ۲۴ کلن امریکايي سرتيري وويل، چي د امريکا متحده ايالاتو ته تر انتقال وروسته ئې روحي وضعيت ښه سوی دئ. خو دلته هم هغه په ورځ کي ۲۳ ساعته کوټه کولپه يي.

دلته ئې له هغه څخه کالي کښلي وي، عينکي ئې ځني واخيستې او مجبور وو، چي هر وار تشناب ته د تلو پرمهال د تشناب کاغذ غوښتنه وکړي.

غير ضروري شرايط

د روان پيژندلو دوو ډاکټرانو په دغه ورځ محکمې ته وويل، چي لازمه نه وه هغه تر دغه ډول شرايطو لاندي ونيول سي. د روان کال د مارچ په مياشت کي د ملگرو ملتونو ځانگړي راپور ورکوونکي خوان مندز، وويل چي متحده ايالاتو منينگ په ډير بې رحمانه او غير انساني شرايطو کي ساتلی دئ.

د امريکا متحده ايالاتو پوځ ويلي دي، چي د هغه د امنيت ساتلو له پاره ئې شرايط سخت کړي ول.

دويچه ويله/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: سيد رياض