1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو ډله افغان مهاجر په آلمان کې د جايزو ګټونکي شول

۱۳۹۶ بهمن ۲۲, یکشنبه

شپږ تنو ځوان شاعر افغان مهاجرو په آلمان کې د «الزه لاسکر-شولر» بنسټ جايزې ترلاسه کړې. د دغو تنکيو ځوانانو د شعرونو او لیکوالۍ طرز د نامتو آلمانۍ شاعرې «اليزه لاسکر-شولر» ته په ورته والی وپيژندل شول.

https://p.dw.com/p/2sTiI
The Poetry Projekt Berlin | Workshop Box Kahel Kaschmiri liest
انځور: Rottkay

شپږ تنه ځوان افغان مهاجر د شعر په برخه کې په آلمان کې د «الزه لاسکر-شولر» بنسټ جايزې ترلاسه کړې. د دغو تنکيو ځوانانو د شعرونو او لیکوالۍ طرز د  يو نامتو يهودي آلمانۍ شاعرې «الزه لاسکر-شولر» ته په ورته والی وپيژندل شول.

په آلمان کې ميشت دغه افغان مهاجر د ۱۴ او ۱۸ کلونو تر منځ عمرونه لري. د دغو تنکيو ځوان شاعرانو څخه يو هم ۱۵ کلن ياسر نیکصدا دی. نيکصدا په خپل شعر کې اروپا ته خپل د مهاجرت د وخت کيسې او د هغه وخت نورې خاطرې لیکلي دي. د دغو شپږو شاعرانو له ډلې څخه يو بل يې غني عطايي نوميږي. هغه په افغانستان کې د خپل کلي په اړه ليکي چې څه ډول هلته د دوي سترګو مخ ته انسانان ووژل شول چې له امله یې هغه نشو کولای د څلورو ورځو له پاره خبرې وکړي.

۱۵ کلن ياسر نيکزاد «اروپا ته تيښتې» په نوم خپل شعر کې د هغې ډوبې شوې کښتۍ په اړه هم ليکلي دي.  دغو ځوانانو همدا ډول په خپلو ليکنو کې دې ته هم اشاره کوي چې کورنيو يې خپل تنکي ځوانان بهر ته وليږدول خو لوڼې ېې له ځانه سره پريښودې. دوی خپل اثار په خورا احساساتو او جذباتو سره بيانول.

The Poetry Projekt Berlin | Poeten
افغان تنکي ځوان شاعران د برلين د شاعرانو پروژې په محفل کېانځور: Rottkay

دغو شپږو افغانانو په برلین کې د آلمانۍ شپيګل مجلې د يوې مبصرې سوسانا کويبل لخوا په جوړ شويو مراسمو کې ګډون کړی وو.

د «اليزه لاسکر-شولر» ژوند ته ورته والی

دغو ځوانانو ته جايزې د اوپرتال د «اليزه لاسکر-شولر» ټولنې لخوا د برلين د شاعرانو د پروژې په چوکات کې ورکړل شوې. د يادې ټولنې مشر هاجو جان وويل چې د دغو افغان ځوانانو بخت د «الزه لاسکر-شولر» له ژوندانه سره ورته والی لري.

Else Lasker Schüler
د آلمان نامتو يهودۍ شاعره او هنرمنده اليزه لاسکو- شولر - ۱۹۳۲انځور: picture-alliance/akg-images

د آلمان په اوپرتال کې زيږدلې دغه يهودي شاعره (۱۸۶۹-۱۹۴۵) په خپله هم مهاجره وه. هغه د نازي آلمان پر وخت په کال ۱۹۳۷ کې بيت المقدس ته ولاړه، هلته يې له آلمان څخه د خپل پرواز او د خپلې شاعرۍ څخه د منع کړل شوې دندې د تجربو په اړه  ليکنې وکړې. په ۱۹۴۳ کې «زما آبي پیانو» د «اليزه لاسکر-شولر» د شعري ټولګې وروستی چاپ شوی کتاب دی.

په افغانستان کې زيږدلی افغان مهاجر یاسر نيکزاده وايي چې اروپا ته تر مهاجرت دمخه ايران ته مهاجر شوی وو. هغه وايي چې «يوه ورځ بيرته هيواد ته ګرځيدل به ډير ګران وي.» دغه ځوان همدا ډول وويل: «ټول هغه څه چې موږ يې غواړو امن ده، نه د خپل ځان، بلکه د خپلې کورنۍ له پاره.» 

دا هم د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: