1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټايمس:امريکا په افغانستان کي د جګړې لپاره نور سرتيري چمتو کوي

۱۳۸۷ تیر ۲۳, یکشنبه

د وسلوالو طالبانو پرضد جګړه کي امريکايانو او د هغوی متحدينو په وروستيو مياشتو کي د عراق په پرتله په افغانستان کي ډيري مرګ ژوبلي و زغملې

https://p.dw.com/p/EbSW
د امريکايي عسکر يوه ټولۍ چي په افغانستان کي د ماموريت لپاره ګمارل سوې ده
د امريکايي عسکر يوه ټولۍ چي په افغانستان کي د ماموريت لپاره ګمارل سوې دهانځور: AP

د نيويارک ټايمس ورځپاڼي د رپوټ له مخه، د امريکا د متحده ايالاتو حکومت په دې فکر کي دی چي له عراق څخه ژر تر ژره خپل يو شمير سر تيري وباسي ترڅو په افغانستان کي د جګړې لپاره يو زيات شمير ټولګۍ چمتو کړي.

ورځپاڼه پخپل هغه يو رپوټ کي چي نن خپور سوی، د متحده ايالاتو د حکومتي سر چينو په حواله يي ليکلي دي ، وروستی تصميم تراوسه نيول سوی نه دی. خو په عراق کي له اوسنيو 15 جنګي لېواوو څخه کيدای سي چي يوه تر دريو پوري د سپتمبر او د راتلونکي نوي ميلادي کال تر جنورۍ پوري کله چي د جمهور رييس جورج ډبليو بوش حکومت پای ته رسيږی، له عراق څخه و ايستل سي.

نيويارک ټایمس د متحده ايالاتو د حکومت د سر چينو له خولې رپوټ ورکړی ،چي ددې پلان يوه وجه دا ده چي په عراق کي امنيتي وضعيت په نسبي توګه د ښه کيدو خواته روان دی،خو په افغانستان کي حالات د پخوا په پرتله نور هم ناخوال سوي دي.

په وروستيو دوو مياشتو کي امريکايان ترعراق په افغانستان کي ډير وژل سوي
په وروستيو دوو مياشتو کي امريکايان ترعراق په افغانستان کي ډير وژل سويانځور: AP

دطالبانو پرضد جګړه کي امريکايانو او د هغوی متحدينو په وروستيو مياشتو کي د عراق په پرتله په افغانستان کي ډيري مرګ ژوبلي و زغملې.

متحده ايالاتو په وار وار سره د خپلو متحدينو څخه غوښتي دي چي، په افغانستان کي د امن او ثبات ټنګولو لپاره ډيرو پوځيانو ته اړتيا ده.

تيره مياشت برتانيې پريکړه وکړه چي افغانستان ته 230 تنه نور جنګي عسکر واستوی. چي په دې تر تيب سره د هغو شمير به تر 8000 ډير سي.

د برتانيې د دفاع وزير ديس براون د خپل امريکايي سيال رابرت ګېټس سره
د برتانيې د دفاع وزير ديس براون د خپل امريکايي سيال رابرت ګېټس سرهانځور: AP

دبرتانيې د دفاع وزير ديس براون د جون په 16 د خپلوسرتيرو زياتوالي ته په اشارې سره وويل: « په اوس وخت کي موږ په افغانستان کي 7800 سر تيري د هلمند ، کندهار او کابل په سيمو کي ځای پر ځای کړي دي. تر يوې څيړني وروسته مو د افغانستان له عملياتي شبکو څخه د 400 پوستو د ليري کولو پريکړه تصويب کړه. دغو پوستو ته د تشکيلاتي او تکتيکي وضعي د بدلون په وجه نور ضرورت نه وو، په عيني وخت کي مو د 630 نورو پوستو اړتيا تشخيص کړه، چي په هغو کي به 230 سرتيري په عملياتو بوخت وي، دا به د راتلونکي 2009 کال تر پسرلي پوري په افغانستان کي زموږ د سرتيرو شمير8030 کسانو ته لوړ کړي.»

په واشنګټن کي د جمهوري رياست دفتر ونه غوښتل چي د نيويارک ټايمس د رپوټ په هکله چي متحده ايالات غواړي په افغانستان کي د خپلو سرتيرو شمير ډير کړي،کومه څرګندونه وکړي.

د بوش وياند ګوردن جان دروی
د بوش وياند ګوردن جان درویانځور: AP

د بوش وياند ګوردن جان دروی، نيويارک ټايمس ته يوازي دونه وويل ، که څه هم چي، جمهور رييس غواړي يو زيات شمير سرتيري بيرته خپل وطن ته ستانه سي ، خو هغه غواړي چي تر سپتمبر پوري، کله چي په عراق کي د متحده ايالات د وسلوالو ځواکونوستر قوماندان، جنرال داويد پيترس، د حالاتو په هکله خپل رپوت وړاندي کړي، انتظار وباسي.

نيويارک ټايمس ليکي: د متحده ايالاتو په حکومت کي په دې هکله د نظرونو توافق موجود دی چي په عراق کښي لږ ، خو په افغانستان کي زياتو سرتيرو ته اړتيا ده. خو بوش د دې طرفداره نه دی چي له عراق څخه دي سمدلاسه او په بيړه امريکايي سرتيري وايستل سي، ځکه هغه نه غواړي چي هغه نسبي ثبات چي هلته ټینګ سوي له ګواښ سره مخامخ کړي. دغه راز جنرال پيترس هم له عراق څخه په بيړه د وتلو مشوره نه ورکوي.

امريکاپه روان وخت کي په عراق کي 146 زره عسکر لري، په داسي حال کي چي په 2007 کال کي د هغو شمير تر 170 زرو پوري رسيدی.

د عراق سياست د متحده ايالاتو د جمهوري رياست په انتخاباتو کي مهمه موضوع ده . د جمهوريت غوښتونکو کانديد، جان ميکن د خپل ګوند د ملګري ، بوش، د ستراتيژۍ څخه ملاتړ کوي. خو د ديموکراټانو کانديد بارک اوباما په يو ټاکلي مهال ويش کي له عراق څخه د امريکايي عسکرو د وتلو غوښتونکی دی.