1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکنو کمېسيون: د نومليکني له پاره بودجه نسته

۱۳۹۱ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلوک کمېسیون وايي چي د ولسمشرۍ ټاکنو د نوملیکني بهير له پاره بوديجه نه لري. نړيوالي ټولني د دغو ټاکنو د ترسره کولو له پاره د مالي ملاتړ مرسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/16Mua
انځور: AP

د دغه کمېسيون مشر فضل احمد معنوي د سه شنبې په ورځ(۲۰۱۲کال د اکتوبر۹) په کابل کې په يوه خبري غونډه کي وویل چي نړېوالي ټولني د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو د مالي ملاتړ ژمنه کړې ده، خو تر هغه د مخه د نوملیکني بهیر له پاره کافي بودجه په لاس کي نه شته.

ښاغلی معنوي وايي د رایه ورکوونکو د نوملیکني له پاره ۸۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده، چي تراوسه ئې نړېوالو مرستندویانو د ورکولو ژمنه نه ده ورسره کړې:

«تراوسه نړېوالو تمویلونکو هېوادونو جدي ژمنه کړې ده چې د ټاکنو مالي لګښت به ورکوي، خو موږ د رایه ورکوونکو د نوملیکني بودجې په برخه کې ستونزي لرو، تر اوسه سترو ډونرانو په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې.»

معنوي زیاتوي د امریکا او اروپايي ټولني په څېر مرستندویانو تراوسه پوري د مرستې ټټر نه دئ ټکولی او د افغانستان حکومت هم د رایه ورکوونکو د نوم لیکني بهير جدي ملاتړ نه دئ کړی.

تردې وړاندي افغان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو د لګښت کمولو په موخه د الکترونیکي تذکرو پر ژر وېشلو ټینګار کړی وو، چي مخابراتو، مالوماتي ټکنالوژۍ او کورنیو چارو وزارتونو ئې په څو میاشتو کې د وېش لړۍ د پېلیدو ژمنه کړې ده.

خو ایا له ټاکنو وړاندي به د الکترونیکي تذکرو وېش پيل شي؟

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي، چي د برېښنايي تذکرو د جوړېدو چارې په چټکی سره پرمخ ځي.

د دغه وزارت د نشراتو رئیس غلام جیلاني وزیري دويچه وېله پښتو ويبپاڼي ته وویل، چي د برېښنايي تذکرې د پاڼي ډېزاین تېره ورځ د وزېرانو شورا ومانه:

«د تذکرې د کارت ډېزاین پرون د کابينې غونډي تصویب کړ، کار په چټکی سره روان دئ، لکه څرنګه چي دمخه وزېر صاحب ویلي ول، چي د روان لمریز کال د جدي یا مرغومې پر ۱۰مه نېټه به لومړنۍ برېښنايي تذکره ولسمشر کرزي ته ورکړل شي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي څو ورځي دمخه ویلي دي، چي راتلونکي ولسمشریزي ټاکني به پر خپل وخت او په روڼه توګه ترسره شي.ښاغلي کرزي ډاډ ورکړی دئ، چي بهرنیانو ته به اجازه ورنه کړي چې د ټاکنو په بهیر کي لاسوهنه وکړي.

دغه راز، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر هم د ټاکنو پر روڼتیا ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه چې ان حکومت او نړېواله ټولنه به هم پرنېږدي چې د ټاکنو کمېسیون وکالت وکړي:

«موږ به نور پرېنږدو چي حکومت د انتخاباتو کمېسیون وکړي او هم نړېواله ټولنه او یا په کابل کي د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي یا یوناما د ټاکنو کمېسیون استازیتوب وکړي دا اجازه به هیڅکله هم ورنه کړل شي.»

د افغانستان د اساسي قانون له مخي، راتلونکي ولسمشریزي ټاکني باید د راتلونکي ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په میاشت کې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره ئې د رایه ورکوني ۷ زره مرکزونه په پام کي نیولي دي چي په راتلونکو ۳ میاشتو کي به ئې له امنیتي ارګانونو سره په اړه معلومات شریک کړي.

محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل