1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاپ فرانسیس پاکستان سره د مرستې غږ وکړ

۱۴۰۱ شهریور ۶, یکشنبه

د نړۍ د کاتوليک کلیساو مشر، پاپ فرانسیس د یکشنبې په ورځ د پاکستان سيلابونو ته په کتو، پر نړېوالې ټولنې غږ وکړ چې دغه هیواد سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4G9k5
Italien L'Aquila | Papst Franziskus im Rollstuhl
انځور: VINCENZO PINTO/AFP/Getty Images

په پاکستان کې د جون مياشتې راهېسې درانه ورښتونه او ويجاړونکي سيلابونه پيل شوي دي.پاکستاني چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې په دغو سيلابونو کې تر اوسه ۱۰۳۳ کسان مړه شوي دي.

پاپ دغه غوښتنه د ايټاليا له مرکزي ښار، لاکوئيلا څخه د کتنې پر مهال کړې ده.

په دغه ښار کې په ۲۰۰۹م کال یوه زلزله وشوه چې پکې له ۳۰۰ ډير کسان مړه شول. پاکستاني چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې په سيلابونو کې يوازې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ کسان مړه شوي دي.

د عیسویانو مذهبي مشر ۸۵ کلن پاپ د لاکوئيلا د اوسیدونکو څخه د «انعطاف لرونکو» او «عزتمندو» په توګه ستاينه وکړه. هغه خلکو سره د کتنې پر مهال له ويلچير څخه استفاده کوله او په پام کې وو چې تر غرمې وروسته بيرته خپل مقر واتیکان ته راستون شي.