1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبحرین

پاپ په بحرین کي د بشري حقوقو پر مراعتولو ټینگار وکړ

۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

د کاتولیکي کلیسا رهبر، پاپ فرانسیسکو په بحرین کي د خپل اقامت پر مهال وویل چي د بشر اساسي حقوق نه باید «نقض» سي.

https://p.dw.com/p/4J5Q2
د کاتولیکي کلیسا رهبر، پاپ فرانسیسکو په بحرین کي د خپل اقامت پر مهال وویل چي د بشر اساسي حقوق نه باید «نقض» سي
د کاتولیکي کلیسا رهبر، پاپ فرانسیسکو په بحرین کي د خپل اقامت پر مهال وویل چي د بشر اساسي حقوق نه باید «نقض» سيانځور: Alessandra Tarantino/AP/picture alliance

د بحرین د پاچا، حمید بن عیسی ال خلیفه او نورو مهمو سیاسي او مذهبي مشرانو په حضور کي هغه د ټولو انسانان له پاره د مذهب «هر اړخیزه» ازادي او همدارنگه د اعدام د جزأ لغوه کیدل وغوښتل.

فرانسیسکو د لومړي پاپ په حیث بحرین ته تللی دی. دغه ۸۵ کلن پاپ به هلته په پخپل اقامت سره د اسلام او کاتولیکي کلیسا تر منځ ډیالوگ ته ادامه ورکړي.