1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: امريکا ته د تګ په تمه افغانان نه نيول کيږي

۱۴۰۲ آبان ۲۲, دوشنبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې هغه افغانان چې امریکا ته د تګ لپاره انتظار دي باید ونه نیول شي. د پاکستان سرحدي چارواکو ویلي چې د افغانانو د اخراج له پيله تر اوسه تر ۱۸۰ زره زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4YkIH
Afghan journalists demonstrate in Islamabad
انځور: Shukria Sediqi

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې شاوخوا ۱،۷ میلیونه هغه کډوال چې په دې هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري افغانستان ته استول کېږي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی ليک چې اې اېف پي خبري اژانس ليدلی پکې راغلي، "د امريکا د اعلان له مخې ۱۱۵۰ افغان وګړي چې په امريکا کې د ځای پر ځای کېدو اسناد لري بايد تر راتلونکې خبرتيا پورې ونه نيول شي."

دا خبرپاڼه وروسته له هغه خپره شوې چې امریکا د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې دغې ډلې افغانانو ته اجازه ورکړي چې له دې هېواده تېر شي. امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وویل، دوی له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه غواړي، هغو افغانانو ته چې د نړیوالو ملاتړ ته اړتيا لري پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرو کورونه ړنګ شوي

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته اټکل کيږي چې شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان به پاکستان ته کډه شوي او ایراني چارواکو هم ویلي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر زيات شوی دی. تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی و، هغه افغانان چې له طالبانو تښتېدلي او په امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا کې د مېشتېدو په تمه دي، د پاکستان د ویزو له ختمېدو وروسته د ايستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

په پاکستان کې زرګونه کډوال د لوېدیځو هيوادونو د ویزو د ترلاسه کولو په تمه دي، چې د يو شمېر یې موده تېره شوې ده. په همدې حال کې د طالبانو ادارې د کډوالو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې له پاکستانه په تورخم او سپين بولدک او له ايران څخه په اسلام کلا کې ۱۲۰ زره هغه افغانان چې په زور ايستل شوي راجسټر کړي دي.

د تر لاسه شويو شمېرو له مخې، د تورخم له لارې راستنې شوې ۱۸٠٠ کورنۍ بېلابېلو ولايتونو ته تللې، او ۳۱۴۴ کسان د اسلام کلا له لاري افغانستان ته ستانه شوي دي. شاوخوا ٣٥ زره کسانو په بايوميټريک نوم ليکنه کړې او ٢١٠٠ کورنۍ په هېواد کې خپلو اصلي سيمو ته تللې دي.

ه.س / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie