1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د تروريزم په وړاندي خپل ټول امکانات کاروي

۱۳۹۰ خرداد ۵, پنجشنبه

وروسته له هغي چي طالبانو د پاکستان په لوي ښار کراچي کي د سمندري ځوا کونو پر هوايي اډي بريد وکړ، د دغه هيواد لوړپوړو چارواکو د ياغيانو د له منځه وړلو لپاره د هري ممکني وسيلي څخه د استفادي امر صادر کړي

https://p.dw.com/p/11OZo
آرشیف انځور: پاکستانی پوځیان
آرشیف انځور: پاکستانی پوځیانانځور: AP

دا چي د ياغيانو د له منځه وړلو لپاره به کومي وسيلي په کار واچول شي لا د پاکستان د حکومت لخوا نه دي بربڼډ شوي.

د تيري يکشنبي په ورځ شپږ تنو طالب جنګياليو د پاکستان په کراچي ښار کي د سمندري ځواکونو يوه اډه تر بريد لاندي ؤنيوله. د دغه بريد په پايلي کي 10 تنه ؤوژل شول او دوه د پاکستان کشافي الوتکي هم له منځه لاړي.

دغه دوه الوتکي د امريکا متحده ايالاتو لخوا پاکستان ته ورکړل شوي وي چي هري يوي يي 36 ميلونه ډالر بيه درلوده.

په سلګونو پاکستاني سرتيري وروسته له 17 ساعتونو په دي وتوانيدل چي د سمندري ځواکونو پر هوايي اډي د طالبانو دغه بريد په شا وتمبوي.

د 2009 کال د اکتوبر په مياشت کي په راولپنډي کي د پوځ د مرکزي مقر څخه وروسته دا په يوه پوځي اډي تر ټولو لوي بريد ؤ.

پاکستاني طالبانو د پيښي پړه پر غاړه اخيستي وه او ويلي يي ؤ چي دا بريد يي د اسامه بن لادن د وژني د غچ اخيستني په موخه تر سره کړي وه.

تر دي وړاندي د خيبر پختونخوا د شبقدر سيمه په کي د نيمه مليشو په يو مرکزهم طالبانو غبرګ ځانمرګي بريدونه تر سره کړي ول چي په پايلي کي يي 98 تنه ووژل شول او تر 125 څخه زيات نور کسان ټپيان شول.

همداراز تيره اوني په پيښور کي د امريکا د متحده ايالاتو د قونسلګري د موټرو په کاروان هم بريد تر سره شوي ؤ.

د پاکستان لمړي وزير، يوسف رضا ګيلاني، د چهار شنبي په ورځ د کابيني د دفاعي کميټي غونډه رابللي وه ترڅو د امنيت په برخه کي د پورته شوو ګامونو په هکله معلومات تر لاسه کړي.

په دغه غونډه کي د کابيني د وزيرانو سربيره د پوځ، بحري او هواي ځواکونو مشرانو هم برخه درلوده. په همدغي ورځ په پيښور کي د پوليسو په يوي تاڼي ځانمرګي بريد تر سره شو چي په پايله کي يي نهه تنه ووژل شول او تر 28 زيات کسان ټپيان شوي ول.

ګيلاني په دي خبره اعتراف وکړ چي هغو ستونزو چي د ترهګړي له امله رامنځ ته شوي زمونږ توانمنديو په اړه جدي انديښني پيدا کړي.

خو هغه خبرپاڼه چي د غونډي څخه وروسته خپره شوه په هغي کي د کومي مشخصي پاليسي يادون نه دي شوي او تر زياتي کچه د شعارونو په توګه ښکاري.

د بيلګي په توګه اعلاميه کي راغلي دي: « د امنيت، دفاع او د قانون پلي کونکو ادارو ته به صلاحيت ورکړل شي چي د تروريستانو او ياغيانو د له منځه وړلو لپاره ټول ممکنه ګامونه پورته کړي.»

د امريکا متحده ايالاتو په پاکستان څو څو واري زور راوړي چي په شمالي وزيرستان کي د طالب جنګياليو خلاف ځمکني عمليات تر سره کړي. وزيرستان د القاعده او طالب جنګياليو اصلي ځاله بلل کيږي.

دا په داسي حال کي ده چي پاکستان وايي داسي عمليات به په خپل وخت او د دوي په خپله خوښه تر سره کيږي.

اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: مسعود جهش