1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتپاکستان

پاکستان کې د فوټبال ملي لوبډلې کم سنه لوبغاړي غواړي ولوبیږي

۱۴۰۲ شهریور ۲۶, یکشنبه

عثمان او شکران هغه دوه تنکي افغان ځوانان دي چې د پخواني نظام تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته اسلام اباد کې کډوال شوي دي. ان په کډوالۍ او له هیواده لیرې، لا هم فوټبال کوي او غواړي افغانستان ته ویاړونه وګټي.

https://p.dw.com/p/4VsSt
Afghanistan Jugendliche spielen Fußball in Kabul
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د افغانستان د فوټبال کم عمره ملي لوبډلې تنکي ځوان په کډوالۍ کې هم د لوبو تمرین کوي. عثمان خپل کشر ورور احمد شکران سره  یو ځای لوبیږي خو د معیاري لوبغالي نه شتون بیا د خپل تمرین په وړاندې له ننګونو بولي. دوی وايي، کډوالۍ یې هیلې نه دي رژولي او د هغې ورځې په تمه دي چې افغانستان ته ویاړونه راوړي.

د افغانستان  فوټبال فدراسیون بیا وايي، دوی ته وړتیا مهمه ده او تر ډیره هغو لوبغاړو ته لومړیتوب ورکوي چې له هېواده دباندې دي.

د افغان کډوالۍ وروستي بهیر هغه وخت زور واخیست چې د ۲۰۲۱ کال اګست پر ۱۵ مه طالبان یو ځل بیا په کابل واکمن شول.

عثمان او شکران د هغې کورنۍ دوه تنکي غړي دي چې په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته یې کابل پرېښود او اسلام اباد کې میشت شول.

په کډوالۍ کې دوی هر څه تر شا پرېښودل، خپلوان، همزولي او ان هغه لوبغالي چې دوی په کې لوبیدل خو دا د فوټبال توپ دی چې عثمان او شکران سره په خپله او پردۍ خاوره یو ځای ځغلي او غواړي د افغانستان له پاره وځلیږي.

څوارلس کلن عثمان چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د افغانستان د ۱۱ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې غړیتوب اخیستی، وايي دلته ځوانان تر ډیره کرکټ لوبه کوي، له فوټبال سره اشنايي او لېوالتیا ډیره کمه ده خو له خپل لس کلن ورور احمد شکران او نورو افغانانو سره د یکشنبې او چهارشنبې په ورځو کې د اسلام آباد په څنډو کې د لوبې تمرین کوي.

عثمان او شکران خپلې کورنۍ سره اسلام اباد کې ژوند کوي، دلته پراخ شنه پارکونه شته خو د فوټبال لپاره معیاري میدان بیا له دې سیمې د یو ساعت واټن په اندازه دی.

عثمان دویچه ویله ته وویل: «لوی خنډ دا دی چې د فوټبال لپاره مناسب ځای نشته، معیاري لوبغالي شته خو هغه د اسلام اباد مرکز کې دي چې زموږ له کوره د یو یا یو نیم ساعت په واټن دي. موږ کډوال یو او دومره پیسې نه لرو چې کرایه او فیس ورکړو.»

دا تنکي افغان لوبغاړي کډوالۍ نه دي مایوسه کړي او وايي چې د راتلونکې لپاره یې اهداف ټاکلي او د هغې ورځې په تمه دي چې هېواد ته لوی افتخارات وګټي.

عثمان چې زړه یې لا هم د افغانستان له پاره تپیږي، وايي: «لکه رونالډو چې پرتګال ته ویاړونه راوړل غواړم همداسې افغانستان ته ویاړونه راوړم. زما ایډیال رونالډو دی خو زه غواړم له هغه هم ښه او غوره فوټبالر شم.»

د عثمان ورور احمد شکران هم د فوټبال لوبغاړی دی او له خپل ورور سره په ګډه د فوټبال تمرین کوي. هغه د خپل راتلونکي په هکله دویچه ویله ته وویل: «غواړم په نړۍ کې یو ښه فوټبالر شم، د افغانستان روښانه راتلونکی غواړم، وطن لپاره د ویاړونو ګټل غواړم او په خپلې راتلونکې کار کوم.»

په ورته وخت کې د افغانستان فوټبال فدراسیون بیا وايي چې دوی ټول هغه افغانان چې په کور د ننه او بهر تمریناتي لوبي کوي له پامه نه دي غورځولي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند اتل مشواڼي، دویچه ویله ته د بیلګې په توګه د هغو افغان لوبغاړو یادونه وکړه چې په خبره یې تمریناتي لوبو لپاره لبنان ته استول شوي چې ډیری یې له هېواده بیرون انتخاب شوي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند اتل مشواڼي دویچه ویله ته وویل: «ځينې د فوټبال او فوټسال لوبغاړي له پخوا په بهرنیو هېوادونو کې دي او په خصوصي سوداګریزو لیګونو کې لوبیږي. د هغوی د جذب لپاره مو پلان دا دی چې لیګونو ته یې را دعوت کړو او د وړتیا په درلودو سره به ملي ټیم ته جذب شي.»

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند همداراز دویچه ویله ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته یو شمیر لوبغاړي چې بهرنیو هېوادونو ته تللي وو، د دوی په هڅو بیرته راستانه شوي دي. خو دا چې د دغو لوبغاړو شمیر څو تنو ته رسيږي، او دا چې د فوټبال او فوټسال څومره لوبغاړي له هېواده وتلي او څومره یې بیرته راستانه شوي، لا هم کره شمیر یې نه دی معلوم.

له تیرو شاوخوا څلویښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې د زور او جګړو له لارې د نظامونو بدلیدو د ډیرو ورانیو سربیره یوه نه جبرانیدونکې تشه چې افغانستان ولس ور سره مخ کړی، هغه له افغانستانه په بیلا بیلو برخو کې د افغان کادرونو فرار دی چې په هر ډکر کې یې دغه هېواد د مسلکي پرسونل له کمښت سره مخ کړی دی.

ب.د / خ.ح / ن.ص

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie