1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ناټو پر اکمالاتي قطارونو لاره وتړله

۱۳۹۰ آذر ۵, شنبه

د شنبې په ورځ د ناټو د څرخي الوتکو په برید کې ۲۸ پاکستاني سرتیرې ووژل شول. تر پیښې وروسته پاکستان د لومړي غبرګون په توګه د ناټو پر اکمالاتي قطارونو چې د دغه هیواد له لارې افغانستان ته ځې څپله پوله وتړله.

https://p.dw.com/p/13Hkt
ناټو په افغانستان کې د څپلو میشتو ځواکونو اکمالات ډیری وخت د پاکستان لارې کوي
ناټو په افغانستان کې د څپلو میشتو ځواکونو اکمالات ډیری وخت د پاکستان لارې کويانځور: AP

دغه پیښه په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو را په دیخوا د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې لا اوس هم ترینګلې دي.

پاکستان دغه برید په ښکاره توګه د خپلې خاورې د ملي حاکمیت پر ضد تیری بللی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکه غندلی. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، تهمینه جنجوعې، د یوې بیانېې په ترڅ کي ویلي دي:

«د پاکستان لمړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، د ناټو له لوري د پاکستان پر پوځي پوستې برید په کلکو ټکو غندلی دی. د هغه په لارښوونه به د بهرنیو چارو وزارت د ناټو او امریکا متحده ایالاتو سره د دغې پیښي په هکله په سختو ټکو کې خبري وکړي.»

د پاکستان دولتي تلویزون خبر ورکړی چې لمړي وزیر، یوسف رضاګیلاني، خپل پلرني ښار ته سفر لنډ کړی او بیرته اسلام آباد ته راستون شوی ترڅو د پاکستان له ولسمشر، آصف علي زرداري، او د پوځونو مشر، جنرال اشفاق کیاني، سره وګوري. د هغه سربیره به هغه په یوه بله بیړنۍ غونډه کې هم ګډون وکړي چې په هغې کې به د کابیني وزیران، د پاکستان د پوځ، هوایي او سمندري ځواکونو مشران هم ګډون وکړي.



دوو پوځي چارواکو ویلي دي چې په نوموړې پیښه کې ۲۸ تنه وژل شوي او نور ۱۱ تنه ټپیان دي. دغه پیښه د افغانستان پولې ته څیرمه د مومند ایجنسۍ د بایزې د سیمي د سلالا په پوسته کې رامنځ ته شوې.

د پاکستان د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې په دې اړه هڅي رواني دي ترڅو د وژل شوو سرتیرو جسدونه د مو مند ایجنسۍ مرکز ته انتقال شي. دغه پاکستاني چارواکې د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلې چې د پاکستان پر پوځیانو دغه برید به کلک ځواب ولري.

د ناټو لخوا په بمبارۍ کې د پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته پاکستان د نا‎ټو پر اکمالاتي قطارونو خپل سرحد وتړه. یو لوړپوړي دولتي چارواکي، مطهر زیب، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د ڼاټو په ۴۰ اکمالاتې لاریو یې پوله تړلې دی. دا په داسې حال کې ده چې یو بل امنیټې چارواکي ویلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله د امنیتي دلایلو له کبله تړل شوې ده.

په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند ویلي چې له پیښي څخه خبر دي خو په اړه یې نور معلومات راټولوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش

د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سیمو کې ډیری وخت د ناټو قطارونه د وسلوالو تر بریدونو لاندې راځي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سیمو کې ډیری وخت د ناټو قطارونه د وسلوالو تر بریدونو لاندې راځي.انځور: picture-alliance/dpa