1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان دوه جنګيالي په اعدام محکوم کړي

۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د پاکستان پولیس وايي چې ېوې پاکستانۍ محکمې دوه افراطي جنګیالي د حبس او اعدام په سزاو باندې محکوم کړي دي. دوی ته تېر کال د دغه هیواد په شمال لويديځ کې په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۳ کسانو د وژنې له پاره سزا اورول شوې ده.

https://p.dw.com/p/4JX4E
د آرشیف انځور - د پېښور هاي کورت
د آرشیف انځور - د پېښور هاي کورتانځور: Faridullah Khan/DW

د پولیسو لوړپوړي چارواکي، زیشان اصغر په ايبټ آباد ښار کې خبريالانو ته وويل چې قاضي سجاد احمد جان تر میاشتو محکمو وروسته دغه حکم د جمعې په ورځ تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي په زندان کې اعلان کړ.

هغه وويل چې محکمې محمد حسین او محمد ایاز ته د ۹ چینايي انجنیرانو، دوو نيمه پوځي ځواکونو او دوو ځايي خلکو د وژنې او همدارنګه د ۳۲ تنو نورو د ټپي کولو په جرم د مرګ پر ۱۳ سزا او هر يو په لس لس کاله حبس محکوم کړل.

حسین او ایاز د ۲۰۲۱م کال د جولای مياشتي پر ۱۴مه د کوهستان پر یو غرنیز سړک د یو بس موټر په ځانمرګي برید کې په همغږۍ مجرم و پېژندل شول. په دغه بس کې چینايي انجنيران چې په سیمه کې ېې د داسو ډیم په پروژه کې کار کاوه، ليږدول کېدل.

په برید کې ۹ چينايي انجنیران ووژل شول او ۲۷ نور ټپيان شول. دغه بس چې تر برېد وروسته یوه ژور خوړ ته ولويد په کې دوه پاکستاني عسکر چې دغه چینیايان ېې لیږدول او دوه نور کسان هم ووژل شول.

پاکستاني چارواکو په ابتدا کې وويل چې په بس کې چاودنه د ګازو د لیک کېدو په دليل شوې ده، خو په اسلام آباد کې د چین سفارت وويل چې پر بس حمله شوې ده. وروسته بیا پاکستان په سیمه کې د چاودېدونکو موادو آثار وموندل.

محکمې څلورو نورو شکمنو کسانو ته د هغوی خلاف د ناکافي شواهدو په دلیل برائت ورکړ، په داسې حال کې شپږ نور شکمن لا تر اوسه لادرکه دي.

د پولیسو افسر، اصغر، وويل چې د فراري شکمنو لټون ادامه لري او د څلورو تورنو ته به چې برائت ېې اخیستي یو درخواست درج شي.

اسوشتید پریس لیکي چې دغه آژانس په سملاسي توګه د محکوم شوو کسانو وکيل ته د نه لاسرسي له امله د هغه د نظر په اخیستلو نه دی بریالی شوی. د پاکستان شمال لويديځه سیمه له اوږدې مودې راهیسې د اسلامپاله اورپکو چې په پاکستاني طالبانو شهرت لري د ناامنیو شاهده ده.

mks/nz(AP